د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني حاجیان سږ کال هم په ځنډ ستنېږي





قامې ايېرلاين پي آئ اې په شمول د ملک نجي فضايي کمپنو او غير ملکې فضايي کمپنو په الوتکو کې پاکستان ته له سعودي عربستانه د حاجيانو د واپسي لړۍ روانه ده خو مساپران ګيله لري چې د پي آئ اې حج پروازونه په ګنټو ګنټو ځنډېدلي وي چې له وجې یې دوی په جده کې له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.

د مردان يو اوسيدونکی محمد فياض چې تيره ورځ د پي آئ اې په یوه الوتکه کې راستون شوی، مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل، چې په جده هوايي ډګر کې يي له لسو نه تر دولس ګنټو پوري انتظار وکړو او چې کله به هلته له موجودې عملې د پرواز د ځنډيدو وجه وپوښتله نو په ځواب کې به ورته وويل شو چې د پي آئ اې پرواز د ځنډ ښکار دی.

نوموړي وويل چې په جده ايېرپورټ کې په سلګونه پاکستاني حاجيان د پروازونو په انتظار ناست دي، نه خو ورته څه مناسب انتظام شوی دی او نه د پي آئ اې عمله په نظر راځې چې حاجيانو ته صحيح معلومات ورکړي حکومت ته پکار ده، چې مساپرو لپاره دې د معلوماتو انتظام وکړي او د پروازونو د ځنډ ذمه وارو خلکو خلاف دې کارروايي وکړي.

مساپرو ته د ورپيښو مشکلاتو له وجې د مذهبي چارو وفاقې وزارت د پي آئ اې په ګډون د ملک نجي فضایي کمپنو ته یاداښتونه (نوټسې) ليږل شوي دي چې حاجيانو ته دې د سفر ښه سهولتونه ورکړي او بې له څه ځنډه دې ټوې الوتونې په وخت د رسولو کوښښونه وکړي.

بلخوا د پي آئ اې د مطبوعاتو د څانګې يو چارواکي محمد جاويد مشال ريډيو ته وويل چې په جده کې حاجيان اخوا ديخوا لاړ شي او کله له خپلو هوټلونو ناوخته راورسي نو له دې وجې پروازونه د ځنډ ښکار کيږي او بله دا چې د مختلفو ملکونو په زرګونه حاجيان په ټرمينل موجود وي نو د هغوی سامانونه پلټل کېږي او په پاسپورټونو د بهر وتو مهر لګېدو کې هم وخت لګېږي نو ځکه الوتنې ځنډنۍ شي.

نوموړي زياته کړه چې تر دي دمه يې د ٣٢ پروازونو له لارې تر ١٥ زرو زيات حاجيان ملک ته رارسولي دي او هڅې روانې دي نور حاجيان هم بې له ځنډه ملک ته راستانه کړل شي.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG