د لاسرسي ځای

ایم کیو ایم د طالبانو خلاف ټولپوښتنه رابللې


د ایم کیو ایم کنوینر او مرکزي وزیر فاروق ستار

د ایم کیو ایم کنوینر او مرکزي وزیر فاروق ستار



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ : متحده قامي مومېنټ (ایم کیو ایم ) د طالبانو پر ضد د ټولپوښتنې اعلان کړی دی ـ دا اعلان د یاد ګوند چارواکو په کراچۍ د اتوار په ورځ خبري غونډې ته د وینا په وخت وکړو ـ غونډې ته د ایم کیو ایم ګوند کنوینر او مرکزي وزیر فاروق ستار وویل چې د روانې میاشتې په اتمه نیټه به په ټول پاکستان کې ټولپوښتنه کوي:

((له خلکو به په دې اړه پوښتل کیږي چې تاسو د قایداعظم پاکستان غواړۍ که د طالبانو پاکستان ـ د ټولپوښتنې له پاره به د کراچۍ په ګډون په ټول پاکستان کې صندوقونه کېښودل کیږي)) ـ

د ایم کیو ایم ګوند دا اعلان په داسې وخت مخې ته راغلې دی چې درې ورځې مخکې د ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان د مرکزي ویاند احسان الله احسان لخوا په جاري کړې شوي برېښنالیک کې د ایم کیو ایم پر ضد د بریدونو کولو خبره شوې وه ـ

ایم کیو ایم د کراچۍ ښار تر ټولو لوی ګوند ګڼل کیږي ـ او د سند په اسمبلۍ کې ۵۱ چوکۍ لري ـ بلخوا په سپریم کورټ کې د کراچۍ بدامنۍ کیس د اوریدنې په موقع د سند صوبې آی جي په کراچۍ ښار کې د ۷ زره طالبانو د شتون خبره کړې کړې وه ـ

دا چې په کراچۍ ښار کې د طالبانو او ایم کیو ایم ترمنځ د ممکنه نښتو په ترڅ کې به د کراچۍ ښار راتلونکې څه وي ؟ په دې اړه د سیاسي چارو کارپوه توصیف احمدخان وايي:

(( که دغسې وشي نو زما په خیال په دې جنګ کې به ایم کیو ایم یوازې نه وي ـ په دې کې به پیپلزګوند، عوامي نیشنل ګوند او چپلاسي ټول قوتونه به یوې خوا ته وي ـ هغه مذهبي ګوندونه به هم په دې لړ کې له دوی سره وي چې د طالبانو د رجعت پسندۍ په خلاف دي ـ خو که ریاست خپل واک په کار راولي نو زما په خیال ددې خبرې نوبت به رانه شي چې حالات دومره پیچلي شي او د ښار امن نور هم پسې خراب شي)) ـ
بلخوا د عوامي نیشنل ګوند سند صوبې مشر سنیټر شاهي سید هم د اتوار په ورځ خبري غونډې ته ویلي چې په کراچۍ ښار کې دې د طالبانو په نوم په جرمونو د ککړو عناصرو په ضد دې سخته کاروایي وشي ـ نوموړي زیاته کړې چې په دې لړ باید پښتانه له طالبانو سره و نه تړل شي ـ

د یادونې وړ ده چې د اتوار په ورځ د کراچۍ بدامنۍ کیس د عبوري فیصلې په وخت سپریم کورټ حکم کړی چې قانون نافذونکې ادارې دې په کراچۍ کې د طالبانو د شتون خبره په سنجیدګۍ سره واخلي او ددغې ډلې ترڅنګ دې د ټولو وسله والو ډلو په ضد عملیات وکړي ـ

XS
SM
MD
LG