د لاسرسي ځای

تازه خبر

سلما شاهین په نوې شاعرۍ او ټپو ډیر کار کړی


Peshawar: Salma Shahin, Pashto writer, poet and Research fellow talking to Radio mashaal
Peshawar: Salma Shahin, Pashto writer, poet and Research fellow talking to Radio mashaal


سلما شاهین د خیبر پښتونخوا په بغداده مردان کې د اپریل په شپاړسمه نولس سوه څلور پنځوسم کال کې د امیر محمدخان کره پیداشوه . امیر محمد خان د باچاخان د خدايي خدمت ګار غورځنګ له نږدې پلویانو څخه و او ددې خبرې طرفداره وچې په خپلو لوڼو هم د خپلو زامنو په شان لوړې زدکړې وکړي ، ښايي همداوجه به وه چې داکثرو پښتنو روایتي کورنیو په شان چا د سلما د تعلیم مخه ونه نیوله .


سلما شاهین چې وړه وه نو ددې په وینا د عامو جینکو غوندې یې لوبې کولې ، چیندرو ، میرګاټي ، او ګوډیانې لوبول یې مشغله وه ، خوددې ترڅنګ یې د پلار په المارۍ کې پراته کتابونه لکه د رحمان بابا او خوشال بابا دیوانونه او هغه اخبارونه چې پلار ته به یې په باقاعدګۍ سره راتلل هم لوستل ، په دغو اخبارونو کې ( بانګ حرم ) او ( شهباز ) د یادولو وړ دي .

سلما شاهین وايي هغه مهال به یې په ریډیو کې د احمدخان او فضل ربې سندرې او بدلې ډیرې خوښیدلې او کله به یې چې په خپوانو کې واده و نو پخپله به یې هم د نورو جینکو سره په تمبل سندرې او ټپې ویلې .

سلما پرایمري ، مډل او هايي سکول او بیا وروسته کالج هم په مردان کې ولوستل او بیا د ماسټرۍ لپاره د پېښور یونیورسټۍ په پښتو ډیپارټمنټ کې شامله شوه . هغې نه یوازې په پښتو ادبیاتو کې MA وکړه بلکه وروسته یې د PHD یا ډاکټرۍ سند هم ترلاسه کړو او ډیر کلونه یې د پېښور یونیورسټۍ په په پښتو ډیپارټمنټ او پښتو اکیډمۍ کې د ښونکې ، څیړونکې او مشرې په توګه هم تیر کړل .

نوموړې په اتم جومات کې وه چې د شعر ویلو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې وې خو اول شعر یې هغه مال په ( امن ) اخبار کې چاپ شو چې دا په یونیورسټۍ کې د پښتو طالب علمه وه .

خو اوس یې د چاپ شوو کتابونو شمیره شپاړسو ته رسیږي چې درې شعري مجموعې یې ( نوی سحر ) ، ( زه هماغسې وړه وی ) ، او ( راویل ) نومیږي . ناول یې ( که رڼا شوه ) په نوم چاپ شوی او د لنډو کیسو ټولګه یې ( کاڼي او اغزي ) نومیږي.

دتحقیق په میدان کې د روهي ادب په نوم د زرګونو نادرو ټپو ټولول او ( جدید نظم په پښتو کې ) په نوم د کتاب لیکل د یادولو وړ دي.

سلما شاهین چین او کینیډا ته بهرني سفرونه هم کړي او په اردو ژبه يې د چین سفرنامه هم لیکلې او اوس هوډ لري چې په انګریزۍ ژبه د کینیډا په اړه یو کتاب ولیکي.


تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG