د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروفیسر اجمل خان وايي ژوند یې له مرګه کم نه دی


Islamia college Peshawar
Islamia college Peshawar



د پېښور د اسلاميه کالج یونیورسټۍ تښتول شوي وايس چانسلر اجمل خان يو وار بيا حکومت او ولس ته خواست کړی دی چې د هغه دراخوشې کولو لپاره دې هلې ځلې وکړې.

د جنوبي وزيرستان په یو پټ ځای کې د خبريالانو سره په خبرو کې پروفسر اجمل خان ویلي ،دی يوازې قید دی او ژوند يې د مرګ نه کم نه دی .

نوموړي وېلي دي چې د زړه بيماري يې ورځ په ورځ زياتيږي او کیدای شي ، ژوند هم له لاسه ورکړي.

خبريالانو سره په خپلو خبرو کې اجمل خان ویلي ، تمه یې لرله چې لوی اختر به په کور تېر کړي، خو داسې ونه شوه . نوموړي زياته کړې انګیرله یې چې د تعليمي خدماتو په بنياد به خوشې کړای شي ،خو هغسې هم ونه شول.

پروفسر اجمل خان له خبريلانو ، زده کونکو اود يونيورسټۍ له استاذانو څخه غوښتي چې د ده د خوشې کولو لپاره دې کوششونه تېز کړي.

خو بل پلو، د خېبر پښتونخوا حکومت وايي د پروفیسر اجمل خان د خوشې کولو لپاره هلې ځلې رواني دي خو د طالبانو ځینې غوښتنې دوی نه شي پوره کولی.

پروفیسر اجمل خان په دوه زره لسم کال کې وسله والو تښتولی و، چې تراوسه یې څو ویډیو ګانې هم خپرې شوي چې ورکې نوموړی دحکومت او ولس نه غوښتنه کوي چې په خلاصیدو کې ورسره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG