د لاسرسي ځای

بونیر کې ځان مرګې حمله کې ۶ کسان وژل شوي


Pakistan - A view of Buneer village, 31Jan2011

Pakistan - A view of Buneer village, 31Jan2011


د خیبر پښتونخوا په بونیر سیمه کې د خالي په ماسپښین ، یوه ځانمرګې حمله وشوه چې ورکې د امن دځايي لښکر مشر فاتح خان ره د پنځو نورو کسانو ووژل شو . په دې پېښه کې شپږ نور کسان ژوبل شوي هم دي.

د پېښور نه د مشال راډیو خبریال خبر راکوي چې د عوامي نیشنل ګوند سره تړاو لرونکی د امن د لښکر یاد شوی مشر د بونیر په مرکز ډګر سیمه کې د برید ښکار شوی.

یو عیني شاهد قیصر دبونیر د مرکزي هسپتال نه د ټیلي فون په کرښه مشال راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې میرمنې هم شاملې دي. دی وايي ده د فاتح خان چې په فاتح باچا هم مشهور دی ، مړی په خپلو سترګو لیدلی دی.

دامن د ځايي لښکر مشر د سلطان وس کلي وسیدونکی و او څو کاله وړاندې چې طالبانو په بونیر حمله کوله او د نیولو هڅه یې کوله نو دوی یې مقابله کړې وه.

فاتح خان په ډګر بازار کې د پټرولو پمپ درلودلو او هم دلته دده دفتر هم و ، راپورونه وايي برید کونکي همدغه ځای کې ځان الوځولی دی.

په خیبر بښتونخوا کې په تیرو لسو ورځو کې د امن د لشکر دا څویم مشر دی چې د وسله والو له خوا په نخښه کیږي، دا په داسې حال کې ده چې حکومت او امنیتي ادارې په سیمه کې د کرارۍ دعوې کوي.

دتحریک طالبان پاکستان یو ویاند احسان الله احسان په سوات کې د مشال راډیو خبریال ته په ټیلي فون ویلي چې دا برید ددوی د ملګرو له خوا ترسره شوی دی.

XS
SM
MD
LG