د لاسرسي ځای

ریپ سندرغاړي نوي انداز کې افغاني کولتور وړاندې کوي


بیژن ظفر مل افغان سندرغاړی

بیژن ظفر مل افغان سندرغاړی


نجیب عامر :
ـــــــــــــــــــــــــ

په افغانستان کې نوي طرز کې سندره ویونکي ریپ سندرغاړي ، په خپلو سندرو کې دسولې او یووالي لپاره کار کوي . دوی په خپلو سندرو کې د وطن او وطنوالو غمونه ژاړي ، هغه ناخوالې یادوي چې پر افغانانو تیریږي او په ګاونډیانو هم انتقادونه کوي چې په افغانستان کې مداخله کوي.

سوسن فیروز افغانه ریپ سندرغاړې په خپله ریپ سندره کې وايي افغانان په ګاونډیو هیوادونو کې بدمرغه ژوند تیروي او ګاونډیان دې په افغانستان کې مداخله بنده کړي.

سندرغاړي اسحاق خان هم ریپ سندرې ویلي ، نوموړی وايي د ریپ سندرې هم د نورو سندرو غوندې ځانګړی آهنګ او طرز لري او هرکس یې نه شي ویلی.

اسحاق خان وايي په ریپ سندرو کې یې تجربه تر یوه بریده کامیابه وه . پښتنه سندرغاړې شمع اشنا وايي که یې استعداد درلودلی دې به هم داډول سندرې ویلې وای ، خو ددې په وینا تر ریپ نورې وطني سندرې ډیرې کامیابې دي.


سوسن فیروز ریپ سندرغاړې

سوسن فیروز ریپ سندرغاړې



اکثره هغه سندرغاړي چې په پښتو او دري ژبو ریپ سندرې وايي دافغانستان او پاکستان نه بهر په بهرنیو هیوادونو کې ژوند کوي ، دوی ریپ موسیقۍ کې چې غربي موسیقي ده ، شرقي شعرونه او کولتور وړاندې کوي.

ریپ سندرې د خبرو په انداز کې ویل شوې سندرې وي چې اکثره وخت د غزل یا نظم په شان ردیف او قافیې ته اړتیا نه لري ، همدارنګه د بحرونو او سیلابونو خیال هم ډیر نه ساتل کیږي، خو بیا هم داسندرې پر کیفه وي او سړی ځان سره په پورته پورته بیايي. پښتون سندرغاړی اسماعیل چې قراره راشه سندره یې ډیره هټ شوې وايي په ریپ سندرو کې د پښتنو د مزاج رنګونه ویني.


ځیني ریپ سندرې په کومیډي انداز کې هم ویل شوي وي ، ریپ هنرمندان عین په دې انداز کې هم هڅه کوي چې دخپل وطن کولتور خلکو ته وړاندې کړي.


اسحاق امیري

اسحاق امیري


ریپ سندرې له تیرو ډیرو کلونو راهیسې په پښتو او دري ژبو کې ویل کیږي ، خو پوښتنه داده چې ایا داممکنه ده چې داډول سندرې دې په ولس کې عامې شي : سندرغاړی اسحاق خان وايي، ځوانان ریپ سندرو ته پام لرنه کوي ، خو ددې سندرو په پښتنې ټولنه کې مقبولیدل ښايي ډیر وخت ته اړتیا ولري.

ریپ سندرې به ښايي دامهال په افغانستان او پاکستان کې ډیرې مقبولې نه وي خو موسیقي د وخت تیریدو سره ډیر پرمختګ کوي ، نو دسیمې د ځوانانو علاقه مندۍ ته که وکتل شي سړی ویلی شي چې ښايي د موسیقۍ داصنف به هم خپل مینه وال ورځ تر بلې زیات کړي.


XS
SM
MD
LG