د لاسرسي ځای

تازه خبر

حضدار: د وژلو شویو کسانو شمیره اتلسو ته ورسیده


د پاکستان په بلوچستان کې د پرونیو ډزو او بیا چاودنې په نتیجه کې د وژل شویو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، په پېښه کې درې کسان ژوبل هم دي.

د پولیسو په وینا د جمعې پر ورځ مازیګر یو مساپر وړونکی موټر په خضدار کې د ایراني پیټرولو پر یوه دوکان ولاړ و ، چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې. تر دې وروسته د پیټرولو په دوکان کې اور ولګېد او شا و خوا ورسره ۱۲ نور دوکانونه او یو بل موټر په مکمله توګه وسوځېدل. پر ویګن د حملې پړه چا نه ده منلې.

ځیني سرچیني وايي دا پېښه د دوو بلوڅو ډلو ترمنځ د تربګنۍ له امله مخې ته راغلې ده ، خو په کوم مساپر وړونکي موټر چې اورلګیدلی ور کې د ډیرو قومونو سره تړاو لرونکي کسان ناست وو.

په بلوچستان کې دا ډول پېښې نوې نه دي، تر دې وړاندې هم په ولسي خلکو بریدونه ترسره شوي او په هدفي وژنو کې هم اکثره خلک خپل ژوند دلاسه ورکوي.

د پاکستان سترې محکمې هم د بلوچستان حکومت د امنیت په راوستلو کې ناتوانه او نا اهله ګرځولی چې ، تر هغې وروسته د پاکستان په سیاسي چاپیرچل کې نوي بحثونه پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG