د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د بلوچستان حکومت ناکامه دی فیصله نه بدلوو "




رابعه اکرم مشال راډيو
د پاکستان سپريم کورټ بلوچستان حکومت د ناکامۍ په اړه جاري کړل شوې خپل عبوري حکم واپس اخيستو درخواست رد کړو. په سپريم کورټ کې د امن و امان کيس اوريدنه د چيف جسټس افتخار محمد چوهدري په مشري کې دوه کسيزه جرګګۍ ( بينچ) وکړه.

د اوريدنې په پيل کې اټارني جنرل عرفان قادر د بلوچستان صورتحال په اړه د داخله وزارت راپور عدالت ته وړاندي کړو چې په کې یې ویلي دي، په بلوچستان کې ټولې ادارې خپل کار د آیین او قانون مطابق کوي او د پوليس په محکمه کې د نویو نوکریو له وجې د هدفي وژنو په پيښو کې کمی راغلی دی.

په خپلو خبرو کې اټارني جنرل دا هم وويل، چې د بلوچستان صورتحال د اکبر بګټي له مرګه پس خراب شو او د هغه د وژنې ذمه واران د دې مسلو هم ذمه واره دي. د نوموړي په وينا، دا نه شي ويلې کيدای چې صوبايې حکومت ناکامه شو او په عدالتي حکم هغوی ته تحفظات دي.

بل طرف ته د پاکستان د داخله چارو وزير رحمان ملک هم عدالت ته خواست وکړو چې عدالت دې خپل عبوري حکم واپس واخلي يا دې په کې د تبديلې احکامات جاري کړي ځکه چې له دې عدالتي حکمه مسلې رامنځ ته شوې دي.

د سپريم کورټ د دې فيصلې په اړه د قانوني چارو کار پوه بيرسټر باچا وايي چې ایين کې دا ګنجايش شته چې صدر په صوبه کې ايمرجنسي لاګو کړي او د صوبې چارې مرکز په خپل لاس کې واخلي خو د بلوچستان د حکومت په اړه د عدالت فيصله په مناسبه وخت نه ده راغلې.

،، د دي د وخت په اړه يو سړی لږ اختلافات کولای شي، چې دا وخت يې نه وو ، نو زما خيال دی چې لږ مشکلات به په کې دا وي چې دا حکومت ختمول ګران به ځکه وي چې اوس ټولټاکني رارواني دي. په دې کې پيپلز ګوند ته به دا موقع ترلاسه شي چې کوم ځای کې د دوی حکومت دی نو سپريم کورټ له دوی سره زياتی کوي . او دغه ډول د اصغر خان کيس کې مسليم ليګ نون هم دا وايي چې دا وخت نه وو د دې فيصلې ځکه چې په دې کې کوم تور ولګول شوی نو تر الېکشنه پورې سپینول به وخت ونیسي. ،،

نوموړي زياتوي چې وفاقي حکومت به په بلوچستان کې د خپلې پارټې حکومت ساتلو کوښښ کوي.
ياده دې وي چې د سږ کال د اکتوبر په ۱۲مه نيټه د امن و امان په معامله سپريم کورټ خپل حکم کې ويلې ول چې د بلوچستان حکومت د ايين له مخې د ولس بنيادي حقونو تحفظ يقيني کولو ناکامه شوی دی او د واکمنۍ قانوني حق نه لري.

XS
SM
MD
LG