د لاسرسي ځای

د خانوزي باغونو زرین شال اغوستی دی


د خانوزي مڼو باغونه د مني سړو بادونه زرین اړولی خو اوس یې هم په ژړو رژېدلو پاڼو کې ښکلا پر ځای پاتې ده، د دغه باغونو ښایست هله دوه چنده شي چې کله په ورڅېرمه د غرونو لمن کې د کوچیانو کيږدۍ ولاړې وي او پر سیمه د وریځو له غوړیدلي شاله نرۍ نرۍ باران را اوري. ددې باغونو په مینځ کې لوی سړک تير شوی دی چې کلا سیف الله، بوري او ژوب ته ځي. د عبدالله مقري له سندرې سره مو د خانوزي د باغونو په سیل باسو. چې په کوټه کې د مشال خبریال خدای نور ناصر کښلې ده.

XS
SM
MD
LG