د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو قبایلي سیمو کې ۳ فیصده نجونې سکولونو ته ځي





رابعه اکرم مشال راډيو

د فاټا سکټريټ د تعليمي څانګې رپوټ وايي، په قبايلي سيمو کې د نجونو تعليمي کچه درې فيصده او د هلکانو هاغه ۱۷ فيصده ده. که څه په پښتنو کې له لویه سره تعلیمي معیار او کچه د نورو پاکستان په پرتله لاندې خو قبایلي سیمې له تېرې څه باندې یو لسیزې راهیسې روان تاوتریخوالي له تعلیمي پلوه نورې ځپلې دي.

همدا خبره د قبايلي سيمي سره تعلق لرونکې يوه استاذه ناديه اورکزۍ هم کوي، دا وايي نه یوازې د پښتنو قبایلي دودونه او روايات د جينکو تعليم په مخ کې خنډ جوړوي بلکې د تعلیمي اسانتیاو او سهولياتو نشتوالي هم نجونه د زدکړو له حاصلولو پاته کړي دي.

،، هلکانو ته خو بيا هم د تعليم لپاره اجازت وي خو جينکۍ د قبايلي رواجونو له وجې تعليم نه شي ترلاسه کولای ،کومې نجونه چې ابتدايي زده کړې حاصلول غواړي نو د هغوی لپاره استاذانې نشته، او که چېري استاذانې وي نو هغوی بيا سکولونو ته نه ورځي، او نه دومره تعليمي پوه لري چې ماشومانو ته ښه تعليم ورکړي . او بل دا چې د اوسنیو حالاتو له وجې هم جينکۍ تعليم نه شي ترلاسه کولای ،،

د باجوړ یوه زده کونکې سدره وايي، چې له تره ګرې مخکې که ميندو خپلې لوڼه تعليم حاصلولو ته لېږلې نو اوس یې د ناسازه حالاتو له وجې نه استوي.

،، له پنځمه پس اکثریت نجونه سکولونو ته نه ځي ، ډېرې خو یې په دويم دريم جومات کې زدکړې پريږدي ، وجه يې دا ده چې په باجوړ کې بد امني تېره شوه نو د ویرې له وجې یې هم نه شي ليږلای.،،

د فاټا سکریټرېټ د تعليم څانګې مرستیال ډایرېکټر هاشم خان وايي، په قبايلي سيمو کې د تعليمي ادارو شميره ۵۶۱۳ ده چې په کې د جينکو سکولونو شميره ۲۳۴۴ ده. نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي چې د جينکو د زده کړې په شرح کې زياتوالی رواړي.

،، په درې، څلور ايجنسو کې د خوړو نړيوالې ادارې په مرسته يو پروګرام چليږي چې تر اتم جومات پورې جينکو ته او تر پنځم جومات پورې هلکانو ته خوراکي توکي ورکوو. چې دا له هاغه کورنیو سره یو مرسته هم ده چې د خپلو بچیانو تعلیمي خرچه نه سي برداشتولای. ،،

د تعليمي چارو کار پوه او د پيښور پوهنتون وايس چانسلر قبله اياز وايي، د جينکو تعليمي شرح زياتولو لپاره دې حکومت د قبايلي مشرانو مرسته ترلاسه کړي.

،، د دې دا حل کيدای شي، کوم مقامي مشران ،سپين روبي يا ديني طبقات دي، له هغوی سره دې خبرې وشي ، د دې له وجې هلته روان تاوتریخوالي کې هم کمولای راتلای شي او بیا کم از کم ابتدايي سکولونه دې داسې ځايونو کې جوړ کړل شي چې هاغو ته د زدکوونکو او خصوصا د نجونو او د هغوی د ښځو ورتګ اسانه شي . دا به لږ وخت اخلي . دا هم کيدلای شي، کومې کورنۍ چې خپلو بچو ته تعليم ورکول غواړي نو بايد چې د پښتونخوا صوبې نورو سکولونو کې سيټونه ورته مختص کړل شي ،،

د فاټا سکټريټ د تعليمي څانګي مطابق چې په قبايلي سيمو کې د تره ګرۍ د پيښو له وجې ۴۶۰ سکولونه تباه کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG