د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې د سکولونو د ساتنې لپاره د يونيسکو پلان





د ملګرو ملتونو د تعليم ، ساينس او کلتور لپاره کارکونکې ادارې يونيسکو ويلي دي چې د ترهګرۍ د پېښو او نورو قدرتي افتونو له وجې په خيبرپښتونخوا کې ۸۰۰ سکولونه وران کړل شوي دي او په لسګونه زره زده کوونکي له تعلیمه محرومه کړل شوي او ان دا چې یو شمېېر په کې وژل شوي هم دي.

په پاکستان کې د يونيسکو يو افسر سمير لقمان قريشي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د يونيسکو د خيبرپښتونخوا د حکومت سره د سکولونو د حفاظت په غرض خبرې اترې روانې دي او دې لړ کې تجويزونه هم ورکړل شوي دي.

(( ددې تجويزونو د منظورۍ روستو به د دوی اداره د پاکستان د حکومت سره په ګډه خيبرپښتونخوا کې له ترهګرۍ څخه د سکولونو د خوندي کېدو چارې پر مخ بیايي. او په دې لړ کې موږ د تيرې مياشتې په ۲۴ نيټه يو وارې بيا په پيښور کې یو غونډه وکړه چې د سکولونو د خوندي کولو د پلان جاج په کې واخیستل شو.

په دې کې موږ د صوبايي حکومت يو شمير څانګې هم رابللې وى.او بيا مو د هغوی درې ډلې جوړې کړې او له خبرو اترو او سلا روستو دې درې واړو ډلو خپل تجويزونه ورکړل چې داسکولونو د حفاظت لپاره به کومې کومې لارې چارې لټول په کار دي.

نو موږ خو د دوي تجويزونه منظور کړيدي او دا مو بيا د خيبر پښتون خوا حکومت ته واستول او چې کله یې هغوی منظوري ورکړي نو بيا به مو ږ د سکولونو د حفاظت منصوبه پيلوو.))

کله چې مشال راډيو د پيښور پوهنتون د مطالعه پاکستان د څانګې مشر ډاکټر فخروالاسلام نه وپوښتل نو هغه وويل چې دا ذمه واري خو د خيبرپښتونخوا د حکومت جوړيږي چې هغوی د سکولونو د حفاظت وکړي .

دغه رنګ د تعليي چارو کارپوه شير عالم شينواري مشال راډيو ته وويل چې په خيبرپښتونخوا او فاټا کې خو اوس هم د سکولونو د ورانولو سلسله روانه ده، د نوموړي په خبره که چرې حکومت یا یو بله اداره غواړي چې سکولونه دې نه ورانيږي نو بيا دې لمړې دلته امن پرځای کړي او په خلکو کې دې شعور رابيدار کړي نو هله به ممکن شي چې سکولونه خوندي شي.

د سمير لقمان قريشي په وينا چې د يونيسکو سره به د خيبرپښتون خوا د افتونو د نظم اداره يا پي ډي ايم اې، د تعيلم څانګه او د مواصلاتو څانګې د سکولونو د حفاظت منصوبه پيلوي.

سراج ظهير- مشال راډيو – اسلام آباد

XS
SM
MD
LG