د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوه مخې تګلاره ولې؟


د تحریک انصاف مشر عمران خان
د تحریک انصاف مشر عمران خان



ایکسپریس ټریبیون لیکي، باید د ترهګرۍ خلاف سیاسي ګوندونه خپله تګلاره واضحه کړېده، او د ډرون بریدونو خلاف بیانونو او لاریونونو سره سره د وسلوالو طالبانو لخوا د بې ګناو خلکو د وژنو خلاف هم خپل غږ پورته کړې.

په ایکسپریس ټریبیون کې طلعت مسود لیکي، په قبایلي سیمو کې د امریکايي ډرون بریدونو خلاف د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان پرامنه مارچ د خلکو په ذهنونو کې یو شمیر نورې پوښتنې هم راپورته کړې دي. د دغه لاریون مقصد د امریکایي ډرون الوتکو خلاف احتجاج کول وو. په پاکستان کې زیاتره خلک ډرون بریدونه نه خوښوي، او دا د خپل ملک د خودمختارۍ او نړیوال قانون خلاف ګڼي.

لیکوال وايي خبره یوازې د ډرون بریدونو نه ده، بلکې دې سره د تړلو یو شمیر نورو خبرو هم ده، چې له وجې یې په دغه هیواد ډرون حملې تر سره کیږي. او مهمه خبره دا ده، چې پاکستان د خپل هیواد په یو شمیر برخو کې خپل واک له لاسه ورکړی دی. په فاټا کې د وسلوالو او ترهګرو خلاف یو شمیر پوځي عملیات تر سره شول، او لا هم روان دي، په یو شمیر سیمو کې پوځ او ملېشه پرته ده، خو تر اوسه یي په دغه سیمو خپل واک نه دی پرځای کړی.

دډرون بریدونو او پوځي عملیاتو باوجود هم په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د وسلوالو طالبانو واک په خپل ځای موجود دی، بلکې وسلوالو په تیره موده کې خپلې کاروایانې د ملک یو شمیر برخو ته غځولی دی. او د دې بله ښه مظاهره له دې نه شي کیدای ، چې د ډرون حملو خلاف لاریون د جنوبي وزیرستان پرځای په ټانک کې پای ته ورسید. او که چیرې په دغه سیمو کې د وسلوالو په پټنځایونو ډرون بریدونه ودرول شي، نو دوی به خپلې کاروایانې نورې هم وغځوي.

لیکوال وایي، دلته دا خبره هم ډیره مهمه ده، فاټا د ملک د نورو برخو نه په لرې کیدو ده، او دغلته د وسلوالو کنټرول په زیاتیدو دی، او لیکوال وایي، عمران خان او نور ښيلاسي ګوندونه د وسلوالو طالبانو په هغه ظلمونو خاموشه دي، چې د عامو خلکو ژوند یې د خطر سره مخامخ کړی دی. ورځپاڼه لیکي د دغه ګوندونو مشران په ملاله یوسفزۍ د وسلوال برید په غندنه کې ولې خاموشي اختیار کړې. طالبان د سکولونو په تباه کولو کې ککړ دی، د نجونو د تعلیم دښمنان دي، خو په دې اړه ښیلاسې ګوندونه هیڅ نه وایي.

لیکوال وایي طالبان نه یوازې قبایلي سیمې د پاکستان د خلکو خلاف استعمالوي، بلکې د افغان طالبانو سره هم په رابطه کې دی، او داشان د دې ځایه په افغانستان کې د نیټو او امریکایي ځواکونو خلاف حملې ترتیبوي.

لیکوال طلعت مسود وایي ، په داسې حالاتو کې که د پاکستان سیاستوال چپه خله پاتې شي، نو دا به په راتلونکیو کې زیات نقصان ورسوي. او باید سیاسې ګوندونه د ترهګرۍ د مخنیوې په اړه خپله تګلاره واضحه کړي.

XS
SM
MD
LG