د لاسرسي ځای

د اوباما او رومني په کورنیو تګلارو کې فرق


ولسمشر باراک اوباما او د هغه سیال د رېپبلېکن ګوند مېټ رومني

ولسمشر باراک اوباما او د هغه سیال د رېپبلېکن ګوند مېټ رومني



په امریکا کې د نومبر پر شپږمه نېټه ولسمشریز انتخابات کېدونکي دي. د رېپبلېکن ګوند له خوا مېټ رومني او د ډېموکراټ ګوند له خوا ولسمشر باراک اوباما د انتخاباتو له پاره نوماندان دي. دا چې پر مهمو کورنیو او بهرنیو مسلو د دواړو تګلار او دریځ څه دی؟ لاندې یې تفصیل ورکړل شوی.

کورنۍ چارې

د کورنیو موضوعاتو په لړ کې لومړی اقتصاد دی چې د ۲۰۰۷-۰۸ز کالونو د اقتصادي بحران له کبله لا اوس هم خپل ځای ته نه دی راغلی.

اقتصاد

اژانس فرانس پریس لیکي، د امریکا د اقتصاد په اړه مېټ رومني فکر کوي چې اوباما د اقتصاد په ښه کولو کې پاتې راغلی دی. رومني وايي، د اقتصاد ښه کولو له پاره به کاري موکې پیدا کوي.

دی وايي، مالیې به کموي، بازار به نور ازادوي او په امریکا کې به د تېل و ګیس ذخیرې لټوي. مېټ رومني وايي، د هر کس پر تنخا اخیستل کېدونکې مالیه به ۲۰ فیصده کموي او د کاروباري مالیې سطح به هم ښکته کوي.

بل پلو ته باراک اوباما د خپلې تګلارې دفاع کوي او وايي، د امریکايي حکومت تاوان به په لسو کالونو کې تر څلور ټرېلینه ډالره پورې کموي. دی وايي، په هیواد کې به د هغو کسانو له پاره چې هر کال له یو میلیونه ډالرو زیاتې پیسې ګټي، د مالیې ټیټه ترینه سطح ۳۰ فیصده ساتي. دی وايي، تر ۲۰۱۶ز کال پورې به لس لکه خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي.

د ناقانونه کسانو ورتګ موضوع

امریکا ته هر کال په لکونه خلک په ناقانونه توګه داخلېږي. په دې اړه هم د رومني او اوباما فکر جدا دی.

رومني وايي، کله چې په ناقانونه توګه امریکا ته ورغلو کسانو ته د اوسېدو او کار شرایط تر کافي حده سخت کړل شي نو دی هیله من دی چې دا کسان به له هیواده ووځي. دی پر اوباما نیوکه کوي چې امریکا ته د ورتلونکو نا قانونه کسانو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

اوباما بیا د کانګرس د هغه قانون ملاتړی دی چې په کې ویل شوي، نا قانونه ورغلي ماشومان باید له هیواده و نه ایستل شي. ده ځینې ځوانانو ته د دوو کالونو له پاره د اوسېدو او کاري موکو اجازت نامې هم ورکړې خو پر هغوی یې ځینې شرایط هم لګولي دي.

د چرسو استعمال

امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو ته نوماند مېټ رومني د طبي دلایلو پر اساس د چرسو استعمال قانوني کولو په ضد دی. خو اوباما امر ورکړی وو چې د هغو دوکانونو پر ضد دې ګام نه اخیستل کېږي چې په کې چرس د دوا په توګه خرڅېږي.


بهرنۍ چارې

د بهرنیو چارو تګلارې په ترځ کې درې هیوادونو د امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو له پاره مهم دي. یو ایران دی، بل چین او وروستی افغانستان.

ایران

رومني وايي، د ایران لانجمن اټومي پروګرام په ترځ کې دې پر تهران سخت بندیزونه ولګول شي. دی وايي، د اوباما ولسمشرۍ په وخت کې ایران اټومي وسلو جوړولو ته نېږدې شوی دی.

بل پلو ته اوباما وايي، نړیوالې ټولنې چې پر ایران بندیزونه لګولي نو هغه ډېر سخت دی.

چین

د چین په اړه رومني فکر کوي چې باید د تجارت او د چینايي د کرنسۍ یا پیسو په مسلو باید ورباندې زیات فشار راوستای شي. دی وايي، د سوداګرۍ په ترځ کې باید پر چین جرمانې ولګول شي.

اوباما تر اوسه دا کار نه دی کړی ځکه چې د نړۍ د دوه لوی اقتصاد لرونکو هیوادونو تر منځ ستونزې پیدا کول نه غواړي.

افغانستان

د افغانستان د مسلې په اړه دواړه اوباما او رومني سره سلا دي چې د ۲۰۱۴ز کال تر پایه باید له هغه هیواده سرتېري و ایستل شي. دواړه د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو حملو پر جاري ساتلو هم سلا دي. خو رومني وايي، باید اوباما د ۲۰۱۴ز کال د نېټې اعلان نه وای کړی ځکه چې له دې سره د ده په وینا، دښمن ته ډېر مالومات تر لاسه شوي دي.

XS
SM
MD
LG