د برتانيیا ډيلي ټيلي ګراف ورځپاڼه د برمنګم د کوين الزبت هسپتال د چارواکو له خولې ليکي، د پاکستان يو شمير سياستوالان او نور معتبر کسان له ملالې سره لږ وخت تيرول غواړی خو دوی ته اجازه نه ده ورکړل شوي.
د ورځپاڼي په وينا د پاکستان مرکزي وزير فاروق ستار لومړی سياستوال وو چې له ملالي سره يې د ليدو هڅه وکړه، له دې وروستو د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين او له سواته د صوبايي اسمبلۍ غړي حيدر علي او ورپسې د داخله چارو وزير رحمان ملک هم غوښت چې ورسره وويني .
د ټيلي ګراف په وينا ډ اکټرانو دوی يوازې د ملالي له روغتايي حالت خبر کړل او ورته يې د ليدو اجازه ورنه کړه.
ورځپاڼه د يوې پاکستاني ليکوالې ثناء سليم له خولې وايي، پاکستان د ملالې يوسفزۍ په مرسته کولو سره خپل رول لوبولی دی اوس نور په کار ده چې هغه آرام ته پريږدي.
د پاکستان يو بل ليکوال سيرل الميډا ټيلي ګراف ته ويلي، د پاکستان سیاستوالان اوس له ملالې يوسفزۍ سره د فوټوګانو اخیستو په لټه کې دي خو چې کله يې په عملي توګه د مرستې وخت راشي نو بيا به يې ګورو چې دوی څه کوي.
د کوين الزبت روغتون وياند برتانوي ورځپاڼې ته ويلي، دوی پاکستاني سياستوالان په طبي بنيادو له ملالي سره ليدو ته نه پریږدي ځکه دا د ناروغه لپاره ښه نه دی.