د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي حقونه ژغوري، لویدیځ یې نه مني




د پاکستان حکومت، په داسې حال کې چې دغه هېواد د اسلامي تندلاريتوب او فرقه ييزه شخړو په ولکه کې دی، او خلک يې د راغليو پرله پسې ناورينونو له کبله د غربت کندې ته ټېل وهل کېږي، د نهې په ورځ ملګرو ملتونو ته وويل چې دوی يو جمهوري او پرمختلونکی دولت لري او د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره کار کوي.

خو غربي هېوادونو بيا په ځواب کې ويلي چې په پاکستان کې مذهبي اقليتونه ځورول کېږي، پوځ يې حکومت مخالفه فعالان په بې رحمانه ډول ځپوي او د انساني قاچاق د مخنيوي لپاره هم دغه هېواد د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي.

رايټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شوری ته د پاکستان د خارجه وزيرې حنا رباني کر وينا راخيستې چې ويلي يې دي، د نن په جمهوري پاکستان کې منتخب پارليمان خودمختاره دی، عدليه يې خپلواکه ده، مطبوعات يې ازاد دي او مدني ټولنه يې په بشپړه توګه فعاله ده.

مېرمن کر دا څرګندونې يادې شوری ته په پاکستان کې د بشري حقونو په اړه د حکومتي رپورټ وړاندې کولو پر وخت وکړې. د ملګرو ملتونو هر يو غړی هېواد مسول دی چې هر څلور کاله پس د بشري حقونو شوری ته دغه رقم رپورټ وړاندې کړي.

رايټرز اژانس ليکي، په پاکستان کې د بشري حقونو د وضيعت په اړه رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلو چې دغلته په دې وروستيو کې د جينکو د تعليم په يوې ماشومې مبارزې ملالې یوسفزﺉ د طالبانو حملې او د عيسايانو پر ضد د تشدد پېښو د نړۍ د هېوادونو پام پاکستان پلو اړولای دی.

د اژانس په ليکنه، پاکستان د بشري حقونو خپله سنجونه په داسې مهال نړۍ ته وړاندې کړه چې تمه لري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شوری کې د مستقل غړيتوب لپاره د آسيايي ملکونو د کانديد په توګه مخې ته راشي. خو اژانس وايي، ځينو غربي هېوادونو وار د مخه ويلي چې پاکستان د دغه چوکۍ لپاره مناسب کانديد نه دی.

اژانس په يادې شوری کې د امريکا د استازې ايلين ډوناهو وينا راخيستې چې نوموړې په بلوچستان کې د بيلتون خوښو پر ضد د پاکستان د پوځ عملياتو ته په کتنه ويلي، موږ په دغه هېواد کې د بشري حقونو په اړه ژورې اندېښنې لرو. مېرمن ډوناهو زياته کړې، پاکستان بايد د خلکو د شکنجې، د هغوئ په زوره د غايبولو لو او له عدالته د باندې د وژنو په تور ککړ تنان محاکمه کړي او د هېواد په هغو قوانينو کې چې د لږکيو پر ضد د تبعيض لپاره کارول کېږي، بدلون راولي.

د ملګرو ملتونو په غونډه کې په امريکا، بريتانيا، سويډن، سوېټزر لينډ او يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو سربېره بيلاروس هم، په پاکستان کې د اجباري مشقت او د ماشومانو د وهلو ټکولو په څېر مسالو په يادولو سره په دې هېواد کې د بشري حقونو وضيعت د اندېښنې وړ وباله.

XS
SM
MD
LG