د لاسرسي ځای

د میمنې ترهېدلی ماشوم او د سوات ملاله


د میمنې یو ماشوم او ملاله یوسفزۍ

د میمنې یو ماشوم او ملاله یوسفزۍ



لیکنه قاسم خان مندوخېل

دا زه چې ستاسو پر وړاندې رنګ الوتی، وینلړلی، ترهیدلی وېرېدلی او کړېدلی تصویر ولاړ یم، دا مې د کومې ګناه سزا را ته راکړل شوې. ولې مې د سږني کال د وروستي اختر خوشالي غملړونيو په ویر راولړله او دوی ولې په خپلو ډبرینو سینو کې له انساني خوشالو خالي زړونه لري.

د غملړلي وطن په لر و بر کې مو هسي هم هره ورځ څه نا څه پنځوست بېچاره وطنوال چې ډېری یې په کې د جنګ په لیکو کې هم نه دي ولاړ لو لپه کېږي، له پښو او لاسونو لوېږي او په داسې ورځو تر ناورینونو تېرېږي، چې د نړۍ ډېری مهذب او باكلتوره قامونه په دغسې سپېځلو او ملي ورځو لکه د پښتنو په څېر بې له پوښتنې اوربند کوي. او موږ په ټول کال تش دوه اخترونه لرو، په هغو کې هم کله لر او کله بر ویر وي کله فاریاب یا په خیبر ویر وي.


نو اې نړیوالو زه به د خپلو حقونو ږغ چاته کوم چې زه او زما په څېر ګڼ نور ماشومانو ولې تر دې لوی ناورین تېرشولو، ولې مې د محلت نور همځولي ووژل شول، شل شول، ځینې یې په ټول عمر د لوی څښتن د دې وړوکې دنیاګۍ له ښایستوکو نندارو د تل له پاره له خپلو سترګو محرومه شول.

تاسو چې ملاله یوسفزۍ ویشتله نو پلمه مو ورته جوړه کړه چې د تعلیم لپاره یې غږ اوچتاوه، ما خو مې د لوی الله په کور کې له خپل بابک او مشري ورورو سره یو ځای په عیدګاه کې خپلو همځولو ته د اختر مبارکي ویله. ما وینی د میمنې په دا محشر کې یک یوازې ولاړ یم لكه حساب چې رانه اخیستل کېږي. او تاسو پوهېږي چې ماشومان بې له حساب اخیستو بخښل کېږي.


هغو كسانو ته چې د ملالې مخالفت کوي او وايي، چې د دغ یا هغ اجنټه ده او د هغې پلویانو ته پېغورونه ورکوي چې تاسو ته یوه ملاله ښکاري، دا په وطن کې چې نور ماشومان مري نو پر هغو مو ولي خوله پټه نیولې ده؟ زه هغوی ته وايم دا دی زه ستاسو پر وړاندې له ویره ډک تصویر ولاړ یم، زما غږ خو امنخوښو ته ورسوی که نه.

مننه
ستاسو خپل ځیګر، د میمنې يو کړېدلی بشر

XS
SM
MD
LG