د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان انتخابات راتلونکې کال کېدونکې دي






د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د ۲۰۱۴م کال د جمهوري ریاست، ملي شورا او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره مهالویش ترتیبب شوی، چې بشپړ جزیات به یې د چهارشنبې په ورځ اعلان کړي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور ازادي راډیو ته تایید کړه، چې د دې مهالویش له مخې به د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات د ۲۰۱۴ کال د اپرېل پر پینځمه نېټه کېږي.

هغه وویل، کمیسیون له اساسي قانون سره سم د انتخاباتو ترسره کیدو ته ژمن دی.

د افغانستان د سیاسي ګوندونه د همکارۍ شورا، چې تل یې په خپل وخت د انتخاباتو په ترسره کیدو ټینګار کړی د راتلونکو انتخاباتو د نیټې له اعلانیدو هرکلۍ کوي.

د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ایتلاف یوه ویاند فضل الرحمن اوریا، چې ایتلاف یې د دې شورا غړیتوب هم لري ازادي راډیو ته وویل، چې افغان دولت باید د راتلونکو انتخاباتو شفافیت هم تضمین کړي.

بل خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنیاد مسئولین وايي چې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د نټيې په اعلانیدو سره به هغه اندیښنې له منځه ولاړې شي، چې ګنې دغه انتخابات له قانون سره سم په خپل وخت نه ترسره کیږي.

ددې بنیاد رئیس جانداد سپین غر له ازادي راډیو سره په خبرو کې د انتخاباتو لپاره د ۲۰۱۴ م کال د اپرېل میاشتې پینځمه نیټه یومناسب وخت وباله ځکه د نوموړي په وینا هغه وخت به د پام وړ شمیر بهرني عسکر هم په افغانستان کې موجود وي:

(دا یو ښه زیری او د هرکلی وړ دی. له بله لوري چې موږ ګورو د ۱۳۹۳ کال د وري میاشت داسې یو وخت دی چې ښه فرصتونه لري، خو که مدیریت یې ښه وشي. د مثال په توګه د ناټو ډیر ځواکونه به دلته وي او کولای شي چې د انتخاباتو په لوژیستکي مسایلو او د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي. همداراز د دوی په موجودیت کې دا تمه کولای شو چې ډیر شمیر نړیوال څارونکي راشي او د افغانستان د انتخاباتو نړیوال مشروعیت تامین کړي. )

جمهور رئیس حامد کرزي څو څو ځلې ډاډ ورکړی چې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات به په خپل وخت ترسره کیږي.

خو ددغو انتخاباتو دقیقه نیټه داسې حال کې ټاکل کیږي چې ترسره کیدو په مخې کی یې شمیر ستونزې موجودې دي.

د مالي امکاناتو کموالی او د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ناامنیو دوام د انتخاباتو په مخ کې له لویو خنډونو څخه بلل کیږي.

په عین حال کې د انتخاباتو نوی قانون لا بشپړ شوی نه دی او د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون د دوو بهرنیانو د ګډون په اړه د ولسي جرګې له پریکړې سره جمهور رئیس حامد کرزي مخالفت څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG