د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې دوه بهرني سرتېري ووژل شول



په افغانستان کې د نیټو په مشري ایتلافي ځواکونه وایي، د افغان پولیسو جامې په تن، یو کس نن د هیواد په جنوب کې دوه بهرني عسکر په ډزو ووژل .

نړیوال سوله ساتي مرستندویه ځواکونو( ایساف) د وژل شویو پوځيانو شناخت نه دې په ډاګه کړی.

خو رویټرز خبري اژانس په هلمند ولایت کې د یو افغان پولیس چارواکي د خولې وایي، چې وژل شوي بریتانوي سرتیري وو. پولیس وایی د بریدکونکي د موندلو لپاره هڅې روانې دي. سږ کال په داسې قسمه بریدونو کې د ایساف له پنځوسو زیات سرتېري وژل شوي دي.


وردګ نښته:

د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې بهرنيو سرتېرو په يو بريد کې درې تنه وسله وال طالبان وژلي او پېنځه نور يې ژوندي نيولي دي. بله خوا بيا په همدغه ولايت کې وسله والو طالبانو په يو بريد کې شپږ تنه عام وګړي ټپيان کړي دي.

چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېره ورځ د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې پر پليو بهرنيو سرتېرو بريد کړی دی وروسته د دواړو غاړو تر مېنځ نښته شوې ده.

د بهرنيو سرتېرو هوايي ځواک هم پر وسله وال بريد کړی دی چې پکې درې تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد د مشال راډيو خبریال سید شاه سقیم ته ویلي چې بهرنيو سرتېرو تر نښته وروسته په سيمه کې پلټنې کړې او پېنځه نور وسله وال يې ژوندي هم نيولي دي.

دی وايي په دغه نښته کې بهرنيو سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتي. خو په د نښتې په ځای کې يو ماشوم ژوبل شوی دی.

(( پرون وسله والو طالبانو په نرخ ولسوالۍ کې پر پليو ايساف سرتېرو بريد کړی وو او ايساف سرتېرو ورسره نښته کړې وه. وروسته سيمې ته د ايساف هوايي ځواک هم رسېدلي او پر وسله وال يې بريد کړی دی. په دغه بريد کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. ايساف سرتېرو تر نښته وروسته په سيمه کې پلټنې کړې او پېنځه نور وسله وال يې ژوندي نيولي دي ))

بله خوا بيا وسله والو طالبانو تېره ورځ د ميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ د هاوان بريد کړی دی چې پکې شپږ تنه عام وګړي ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند وايي چې د وسله والو په بريد کې ټپي شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي دي خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

تر اوسه پورې لا وسله والو طالبانو د دغو بريدونو په اړه څه نه دې ويلي.

ميدان وردګ د هېواد مرکز ته څېرمه نا ارامه ولايت دی چې وخت نا وخته ورڅخه د ناامنيو د پېښو خبرونه راځي .

په دغه ولايت کې د ناامنيو په زياتو پېښو کې پر وسله والو طالبانو او افغان سرتېرو سربېره عام وګړي هم وژل شوي.

XS
SM
MD
LG