د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی او نواز شریف په ترهګرۍ ضد مبارزه غږېدلي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان مسلم لیګ ن مشر نواز شریف
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان مسلم لیګ ن مشر نواز شریف




د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان مسلم لیګ (ن) له مشر نواز شریف سره په ټیلیفون په دواړو هېوادونو کې د تره ګرۍ خلاف د ګډې مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.

د افغان ولسمشر د مطبوعاتي دفتر لخوا جاري کړل شوې خبر پاڼه وايي په دې ټیلیفوني خبرو کې چې پرون (ګل ورځ) ماښام د لوی اختر د مبارکۍ لپاره وشوې، ولسمشر کرزي په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د دواړو هېوادونو په نزدې او سنجیده همکاریو ټینګار وکړ.

دا راز نواز شریف د اختر د مبارکۍ ترڅنګ په خبرو کې ورسره وویل چې غواړي د پاکستان او افغانستان تر منځه د تعلقاتو همغږي رامنځ ته شي.

نواز شریف ډاډ څرګند کړ چې هېواد یې په افغانستان او پاکستان کې د سولې او امن د ټینګښت او ترهګرۍ خلاف د مبارزې په برخه کې هر ډول همکاریو ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG