د لاسرسي ځای

فاټا: د طالبانو سیمه کې شخړو تعلیم سخت زیانمن کړی





واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په شمالي وزيرستان کې د هلکانو د يو شخصي سکول په اړه مقاله خپره کړې چې ليکي، په دې سکول کې ۴۰۰ ماشومان زدکړې کوي چې زياتره د طالبانو يا د هغوی د ملاتړو له کورنيو سره اړه لري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، آکسفورډ پبلک مډل سکول په شمالي وزيرستان کې پروت يو شخصي سکول دی چې په سيمه کې د رواني شخړې پرته هم ماشومان درس پکې وايي.

په دې سکول کې د هلکانو لپاره چوکۍ يا ډيسکونه نشته او ټول پر ټاټونو کښېني. په دې سکول کې له اول جماعت څخه تر اتم جماعت پوري ۴۰۰ هلکان سبق وايي چې د وسله والو طالبانو بچيان هم پکې شامل دي. دا سکول د شمالي وزيرستان له مرکز ميرام شاه څخه شپږ ميله ليري دی چې ويل کيږي دا ښار له القاعده سره د تړاو لرونکو وسله والو او حقاني شبکې ګړ دی. د سکول سيمه د طالب کومندان حافظ ګل بهادر تر کنټرول لاندي ده چې د پاکستاني پوځ سره يې د سولي يو لوظنامه کړې خو د پولي آخوا ته په افغانستان کې د ناټو او افغان ځواکونو په ضد د جګړې ملاتړ کوي.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، پاکستاني طالبانو او نورو ياغي ډلو يو شمېر سکولونه په بمونو الوزلي دي او ځيني يې ادعا کوي چې په دې ودانيو کې پاکستاني ځواکونو پناه اخستې وه. خو د پوځ يو وياند د نوم نه ښودلو په شرط د رواني مياشتې پر ۲۶مه نېټه وويل چې په شمالي وزيرستان کې داسې يو سکول هم نشته چيرته چې پوځيانو پناه اخستې وي.

ورځپاڼه زياتوي، د روان کال د اپرېل په مياشت کې ډرون الوتکو يو خالي سکول په نښه کړی چې هلته مشکوک وسله وال اوسېدل. د قبايلي سيمو لپاره د پاکستان يو حکومتي چارواکی مسعود بنګش وايي، په ټولو قبايلي سيمو کې سکولونه د بېلا بيلو ډلو لخوا قبضه شوي او د غېر تعليمي مقاصدو لپاره په کار راوستل کيږي. نوموړی زياتوي، زه حکومت او طالبان دواړه خواوې ګرم ګڼم چې د شخړې له کبله يې سکولونو او تعليمي نظام ته زيان رسولی دی.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، د روانې شخړې پر مهال آکسفورډ مډل سکول په ډېر کم فيس ماشومانو ته ښوونې ورکوي. دا سکول ۲۲ کاله وړاندې جوړ شوی دی او د سکول د پرنسپل فضل رحيم په وينا له يتيمانو هيڅ فيس نه اخستل کيږي او له غريبانو سره بيا رعايت کيږي. د نوموړي په وينا د زياترو ماشومانو پلرونه ځايي طالب کومندان ګل بهادر ته وفاداره دي. دی وايي، ځايي طالبان خوښ دی چې د دوی ماشومان جديد تعليم تر لاسه کوي.

XS
SM
MD
LG