د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا سمندري توپان ۱۵ کسان وژلي بجلۍ تللې





د سنډي سمندري توپان څپې د امریکا شمال ختیځو ساحلي برخو سره ټکر خوړلی چې په نتیجه کې یې ریکارډ سېلاب راغلی دی دی او په متاثره سیمو کې تر دې دمه د ۱۵ کسانو دوژل کیدو رپوټونه دي. خو او خوا شا ۶۰ لکه خلکو ته بجلۍ بنده شوې ده.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي، کیدای شي د زیاتره خلکو لپاره له سیلاب سره سره د ترټولو مهمه مسله د بجلۍ بندیدل وي.

نوموړي زیاته کړه:( زموږ د اندازې ترمخه په ډېرو ځایونو کې به ونې غورځیږي او اوبه به هم زیاتې وي. زه د راروانو انتخاباتو په اړه اندیښمن نه یم بلکې د خلکو د نقصان په اړه اندیښمن یم، او بیا ددې د اقتصادي اثراتو په اړه اندیښمن یم.)

د رپوټونو له مخې له اوسني راپورته شوي سمندري څخه د یوې اندازې له مخې شاوخوا تر ۲۰ بیلیون ډالرو پورې اقتصادي تاوان رسېدلی دی.

دغه توپان چې د پښتونخوا په وخت نن سهار پنځه بجې دسمندر غاړو ته ورسیده له وجې یې په نیویارک ښار کې زمکلاندې ریل پټړۍ او د سړکونو سرنګان له اوبو ډک شوي او ددې ښار لکونو خلکو ته بجلي بنده شوې ده.

بلخوا ایسوشیېټېډ پریس وايي له دې توپان سره ۱۳۵ کلومیټره د ګنټې په رفتار سره مخ په زیاتیدو سیلۍ راغله چې پکې تر دې دمه د ۱۵ کسانو د وژل کیدو راپورونه دي. اې پي خبري ایجنسۍ وايي دا مرګ ژوبله دهېواد په نیویارک، نیوجرسي، میري لېنډ، پینسلوېنیا او کنیکټیکټ ایالتونو کې رامنځ ته شوی ده. په متاثره سیمو کې بیړنۍ حالات نافذ کړل شوی دی.

دا توپان په داسې وخت راغلی چې یوه اونۍ وروسته په امریکا کې صدارتي انتخابات کیدونکې دي خو ددې له وجې دواړو امیدواروانو باراک اوباما او د هغه حریف دریپبلیکن ګوند میټ رومني د خپل کمپاین دستورې معطلې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG