د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د ګڼو ایالتونه سخت سمندري توپان ته مخه ده





ولسمشر باراک اوباما پر امریکایانو غږ کړی چې د سندي په نوم د سمندري توپان لپاره دې تيار اوسي او غوښتي یې دي چې خلکو ته پکار ده د حکومت او سیمه ایزو چارواکو لخوا هدایاتو باندې عمل وکړي.

( موږ په ټول هېواد کې د هریکن سندي د ممکنه اغېزو په اړه اندېښمن یو. دا یو لوی توپان دی. د هېواد د ختیځو ساحلو، په اټلانټیک کې دننه او د شمالي ټولو خلکو ته مې لومړنی پیغام دا دی چې دا مسئله ډېره حساسه وګڼي او د خپلو رياستونو او سیمه ایزو چارواکو په هدایاتو عمل وکړي، ځکه دوی په دې اړه چې په راروانو ورځو کې څنګه له دې توپان سره مقابله وکړی تاسو ته تر ټولو ښه مشوره درکولای شي.)

له دې مخکې د نیویارک ښاروال مایکل بلومبرګ Michael Bloomberg له هغو سیمو چې د سمندري توپان له ګواښ سره مخامخ دي د 375 زره خلکو د اېستلو حکم وکړ او ګورنر یې د عام ترانسپورت د ځنډېدو خبر ورکړ.

په واشنګټن ډي سي، نیوجرسي، نیویارک، کونیتیکت، پنسلوانیا، میريلنډ او ویرجینیا کې بېړنۍ حالت اعلان شوی. د جمهوري ریاست د انتخاباتو په درشل کې چې د نومبر په شپږمه په پام کې دي ولسمشر بارک اوباما او په انتخاباتو کې د ده سیال مېټ رومني خپل انتخاباتي کمپاینونه ځنډولي او نوې نېټې یې ورته غوره کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG