د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما سختې انتخابي سیالۍ ته مخامخ دی


د امریکا ولسمشر باراک اوباما
د امریکا ولسمشر باراک اوباما



د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د راروانو امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو په تناظر کې پر ولسمشر باراک اوباما لیکنه کړې ده. په دې کې راغلي، که څه هم په ۲۰۰۸ز کال کې اوباما انتخابات وګټل او لومړی تور پوستی ولسمشر شو، خو دا ځل انتخابات به د ده له پاره ډېر ننګوونکي وي.


د جرمني خبري اژانس لیکي، اوباما د ۲۰۰۹ز کال په جنورۍ کې په سپینه ماڼۍ کې کار پیل کړ. دا هغه وخت وو چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کالونو د اقتصادي بحران له کبله په امریکا کې د بې کارۍ کچ ۱۰ فیصده ته نېږدې وو.

په هغه وخت کې اقتصاد ښکته روان وو. تر هغې وروسته بیا تر ۲۰۱۱ز کاله اقتصاد وده وکړه خو د تېر کال په نیمايي کې بیا ودرېد. او اوس هم اقتصاد ورو دی.

په مقاله کې راغلي، تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې کله هم په امریکا کې د بې کارۍ کچ اته فیصده وو، نو هیڅ یو ولسمشر په دویم ځل نه دی منتخب شوی.

د اوباما په مقابلې کې د ریپبلېکن ګوند له خوا انتخاباتو ته ولاړ میټ رومني پر اوباما تور پورې کړی دی چې د ده ژمنو مایوسي خپره کړې او ولس یې وېشلی دی.

څلور کاله مخکې اوباما د امېد او بدلون په نوم راغلی وو او د امریکا اقلیتونو یا لږکیو ورته ډېرې رایې ورکړې وې.

په ۲۰۰۴ز کال کې اوباما د اېلېنای له ایالته د سېنېټ غړي په توګه منتخب شوی وو او بیا په ۲۰۰۸ز کال کې یې د ولسمشرۍ انتخابات وګټل.

د جرمني خبري اژانس په مقاله کې راغلي، باراک اوباما په ۱۹۶۱ کال کې زېږېدلی وو او سیاست ته تر راتګ مخکې یې په شېکاګو ایالت کې ټولنیزې دندې تر سره کولې او د ښاریانو د حقونو د وکیل په توګه یې کار کاوه.

ده د امریکا له مشهور هارورډ پوهنتونه حقوق لوستي ول. د ده ټولنیز کارونو دی وهڅاوه چې د اېلېنای ایالت د سېنېټ له پاره ځان نوماند کړي، هلته یې انتخابات وګټل او تر اتو کالونو د همدې ایالت د سېنېټ غړی پاتې شو.

مقاله وايي، اوباما په ۱۹۹۲ز کال کې له مېشېل رابنسن سره واده وکړ او دی دوه لوڼه لري. د یوې نوم مالیا دی او هغه ۱۴ کالنه ده. بله لور یې ساشا نومېږي او ۱۱ کالنه ده.

اوباما په ۲۰۰۸ز کال کې په انتخاباتو کې ۵۳ فیصده رایې تر لاسه کړې چې دا د جارج ډبلیو بوش او بل کلنټن له تر لاسه کړیو رایو زیاتې وې.

مقاله وايي، په ۲۰۰۹ز کال کې اوباما د سولې نړیوال نوبېل انعام تر لاسه کړ.

لیکنه زیاتوي، د تېر کال تر آخره اوباما له عراقه خپل پوځیان و ایستل او له افغانستانه یې د ۲۰۱۴ز کال تر پایه د سرتېرو ایستلو هدف ایښی دی.

XS
SM
MD
LG