د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: دافغانستان په اړه مو دریځ نه بدلیدونکی دی



د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي وروستي بريدونه يې د افغانستان په اړه دريځ او تعهد نه شي بدلولاى.

د امریکا دبهرنيو چارو دوزارت وياندې ويکتوريا نیولینډ د فارياب ولايت وروستي بريد ته په اشارې، چې په نتيجه کې يې تر ٤٠ پورې کسان ووژل شول، وويل، امريکا د افغان ځوکونو ملاتړ ته ژمن ده:

”وروستيو پېښو اندېښمن کړي يو، خو دا زموږ نظر نه شي بدلولاى، هغه دا چې افغان ځواکونه مياشت په مياشت غښتلي کېږي او موږ خپل ټاکلي مهالوېش ته ژمن يو، چې دوى به په افغانستان کې تر ډېره په رهبرۍ کې وي او د ٢٠١٤م کال په پاى کې به وکړاى شي جنګي عمليات هم تنظيم کړي“

په فارياب کې د اختر په اوله ورځ ځان وژونکى بريد وشو، چې په نتيجه کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ٤٠ زيات کسان ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.

دنړۍ اکثرو هېوادونو دغه حمله په کلکه غندلې ده. که څه هم په افغانستان کې د ترسره شویو بریدونو پړه اکثره وخت وسله وال طالبان په غاړه اخلي خو د فاریاب د ځانمرګي برید پړه تر اوسه چا قبوله کړې نه ده.

XS
SM
MD
LG