د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې پینځه عام وګړي وژل شوي


سید شاه سقیم

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پېنځه تنه عام وګړي وژل شوي دي. ځايي چارواکي وايي وژل شوي کسان د کابل اوسېدونکي دي او وسله والو طالبانو وژلي .


دغه پېنځه تنه چې د کابل اوسېدونکي دي د اختر په لومړۍ ورځ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وژل شوي دي. او جسدونه يې نن د اختر په دويمه د غزني روغتون ته لېږدول شوي.

چارواکي وايي پېنځه واړه وژل شوي کسان عام وګړي دي چې له کابل څخه غزني ته په مزدورۍ پسې راغلي وو او بېرته کابل ته د تلو پر مهال وسله والو نيولي او وژلي يې دي.

د غزني مرستيآل والي محمد علي احمدي وايي چې وژل شوي مزدوران هزاره ګان دي او لس ورځې وړاندې غزني ته په مزدوري پسې راغللي وو .

دی وايي وسله والو پېنځه سره مزودوران په سينو په مرميو ويشتي دي.

(( وړمه شپه مونږ خبر شوو چې د پېنځو تنو جسدونه د اندړو ولسوالۍ د شهباز د دوکانونو او د اوګرې د پوستې تر مېنځ موندل شوي دي. په دا سهار يې مونږ سيمې ته لاړو او پېنځه واړه جسدونه مو د غزني روغتون ته ولېږدول، وروسته مالومه شوه چې وژل شوي کسان هزاره ګان دي او لس ورځې وړاندې غزني ته په مزدوري پسې راغلي وو . نن د اختر په دويمه د وژلو شويو کسانو د کورنيو غړي راغلل او پېنځه واړه جسدونه يې کابل ته ولېږدول)).

دولتي چارواکي د مزدورانو وژل د وسله والو طالبانو کار بولي خو يادې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کابل کندهار پر لويه لاره تر دې وړاندې هم عام وکړي له موټرو کښته کړل شوي او وژل شوي دي.

تر اختر دوې ورځې وړاندې هم وسله والو په دغه لاره د عامو وګړو لس موټرونه له سړيو سره تښتولي وو چې تر اوسه يې درک نه دي مالوم شوی.
XS
SM
MD
LG