د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې پر اوربند سربېره نښتې روانې دي


شامي فعالان وايي، د اختر پر دویمه ورځ، په هیواد کې په تازه نښتو کې نور کسان هم وژل شوي دي.

په دې هیواد کې نن د اوربند دویمه ورځ ده خو بیا هم په دمشق، حلب، درعا او دیر الزور سیمو کې نن نښتې شوې دي او یو شمېر کسان وژل شوي دي. په شام کې د بشري حقونو څار ډلې مشر وايي: ((یو طرف هم نه ښکاري چې جګړه بنده کړي. ښکاري داسې چې اوربند به مات شي.)) دې ډلې ویلي، پرون د هیواد په بېلا بېلو برخو کې په چاودنو، د توپونو په ډزو او نښتو ټول ۱۴۶ کسان وژل شوي دي. د شام له پاره نړیوال استازي لحظر براهیمي په هڅو حکومت او یاغیان تیار شول چې اوربند به وکړي او پرون یې لومړۍ ورځ وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG