د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا او قبایلي سیمو کې نن د اختر لومړۍ ورځ ده



د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ګډون نن په ټول هیواد کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

په دې ترځ کې د اختر لمونځ له پاره حکومت په لویو ښارونو او لویو جوماتونو کې سخت امنیتي تدابیر نیولي ول.

د امنیت ټینګښت له پاره په لویو ښارونو کې د موبایل ټیلي فون سروېس هم تړل شوی وو. د اختر تر لمونځ وروسته د ابراهیمي سنت پوره کولو په موخه خلکو څاروي قربان کړي دي.

په افغانستان، سعودي عرب، اروپايي هیوادونو، امریکا او اسټرالیا کې پرون د اختر لومړۍ ورځ وه.

په پاکستان کې د رویت هلال مرکزي کمېټۍ له فیصلې سره سم، نن د اختر لمانځلو پرېکړه شوې وه خو پر دې سربېره د قبایلي سیمو خیبر، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان په ځینو برخو کې اختر پرون ولمانځل شو.
XS
SM
MD
LG