د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډېورنډ کرښه نړیوال سرحد دی، پاکستان


ریاض موسا خېل

اسلام اباد - په اسلام آباد کې اوونيزې خبري غونډې ته په خطاب کې د پاکستان د خارجه دفتر وياند معظم احمد خان وویل چې د پاکستان او افغانستان تعلقات مختلفو دورونو کې د خرابو حالاتو راتېر شويدي .


په دې کې زياتره خبرې حل شويدي خو بيا هم داسې معاملات شته چې بايد حل شي.

د وياند په خبره د هر څه باوجود د دوانړو ملکونو کوشش او مقصد دا دې چې افغانستان کې امن او کراري وي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې وياند وویل چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کې د پاکستان هلې ځلې او قربانۍ د چا نه پټې نه دي او په پاکستان د ترهه ګرو دمرستې يا پالنې تورونه بې بنياده دي.

د ډيورنډ کرښې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل چې دا يوه منلې شوې او په نړيوال کچ تسليم کړې شوې کرښه ده او په دغه اړه د پاکستان درېځ ډېرواضحه دې چې دا يوه زړه او ختمه شوې خبره ده.

د معظم علي خان په خبره د مولا فضل الله په اړه ټول معلومات او استخبارات افغان او اېساف چارواکو سره شريک کړې شويدي.

وياند زياته کړه چې پاکستان کې د قېد افغان طالبانو په اړه د پاکستان او افغانستان ترمنځه خبرې اترې روانې دي او دوانړه ملکونه غواړي چې دا معامله زر تر زره هواره شي.

افغان طالبانو مشرانو ته د پاسپورټونو ورکولو په اړه د يو تپوس په ځواب کې وياند وویل چې هغه ته په دې لړ کې څه معلومات نشته.
XS
SM
MD
LG