د لاسرسي ځای



د افغانستان د لوګر ولايت مرکز اړوند دکلنګار دسيمې پاڅون کوونکو ديوې لوېې غونډې په تر څ کې ددې ولايت له نور سيموله اوسيدونکو څخه غوښتنه وکړه ،چې دخپلو سيمو امنيت په خپله وساتي.

په همدې مناسب په جوړه شوې غونډه کې وو،چې دلوګر دبيلابيلو ولسواليو قومي مشرانو،دلوګروالي او دولتي چارواکو،او يو،شمير نورو اوسيدونکوپکې ګډون کړی وو.

د دې سيمې دپاڅون کوونکو مشر سيد فرهاد اکبري وويل: ((له تيرو دوو مياشتو راهيسې په دې سيمه کې ،چې کوم پاڅون شوی دی امنيت په پوره توګه سره ټينګ شوی او موږ دنورو سيمو له اوسيدونکو سره هم په اړيکه کې يو او زموږ دپاڅون څخه ېې ملاتړ کړی دی او مرستو ژمنه ېې هم راسره کړې ده.))

نوموړی زياتوي د دوی پاڅون نه يوازې وسلوال دی بلکې دبيلابيلو لارو څخه غواړې ،چې دسيمې امنيت وساتي او دوسلوالو سره دخبرو له لارې هم ستونزې هوارې کړي .

فرهاد وايي زموږ دغوندې څخه يو هدف داهم وو،چې خلکو ته وښايو ،چې پاڅون په سيمه کې دومره امنيت راوستی دی ،چې دې سمې ته دوالي په ګډون ټول دولتي چارواکي په ازاده توګه تګ راتګ کوي .

په غونډه ډيری ويناوالو دکلنګار دپاڅون کوونکو ستاينه وکړه او تر څنګ ېې ټينګار وکړ،چې له وسلوالو سره دخبرو له لارې هم ستونزه حل شي .

دلوګر والي محمد اقبال عزيزي وويل: (((زه ډير دخوښۍ احساس کوم ،چې په لوګر ولايت کې داسې سيمې هم شته ،چې امنيت ېې دخلکو په واسطه ټينګ شوی دی.))

نوموړي زياته کړه، که څه هم د امنيت راوستل دامنيتي ارګانونو دنده ده خو بيا هم بغير دولسي وګړو دهمکارۍ څخه هيڅکله امنيت نشي ټينګيدای.

اقبال عزيزي دکلنګار د خلکو د دې کار ،چې دسيمې امنيت یې په خپله ساتلی مننه وکړه او ژ منه ېې وکړه ،چې ددې سيمې له پاره به دبيارغونې او په نورو برخو کې ځانګړې پآملرنه کوي .

د لوګر دولايتي شورا ريس ډاکتر عبدالولي وکيل وويل: ((د ولسونوتر منځ داډول غونډې جوړول دامنيت په راوستو کې لويه ونډه لرې او دوی کولای شي ،چې ديو بل سره دامنيت راوستلو تجربې شريکې کړي او هرې ستونزې ته دحل لاره چاره وګوري.))

ده هم په خلکو باندې غږ وکړ ،چې دګلنګار دسميې دخلکو څخه تجربه واخلي او په خپلو سيموکې ېې پلې کړې هغه دا،چې څنګه کولای شي دخپلو سيمو امنيت په خپله وساتي.

ياده دې وي ،چې دوه مياشتې وړاندې دګلنګار په سيمه کې خلکو دوسلوالو په ضد پاڅون وکړ،او دپآڅون کونکو په خبره ،چې تر اوسه پورې ېې څلويښت کلي له وسلوالو څخه پآک کړي دي .

پاڅون کونکي وايي ،چې دلوګر دامنيت دساتلو له پاره به دآډول غونډو ته دوام ورکوي تر څو خلک وپوهوي ،چې دسميې امنيت څنګه ساتل کيدای شي .

خو له بلې خوا وسلوال طالبان پآڅون کونکي دتير په څيرپاڅون کونکوي دولتي پلوه اربکي بولي .
XS
SM
MD
LG