د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمن کمپنۍ د کراچۍ کارخانې زیانمنو ته پیسې ورکوي


ظفر کریمي

کراچۍ - د جرمني د کیک په نامه کمپنۍ د پاکستان په کراچۍ ښار کې تېره میاشت د سوځېدلې کارخانې علي انټرپرایز قربانیانو لپاره د مالي مرستو اعلان کړی دی . د کمپنۍ ویاند ویلي دي چې یادې کمپنۍ په دې اړه یو فند جوړ کړی دی او دغه پیسې په ډېر زر په پېښه کې د قرباني شویو خلکو وارثانو ته ورکړي.


د جرمني هیواد د کیک (کې اي کې) په نامه د کمپنۍ چارواکو د یاد هیواد شپیګل انلاین مجلې ته ویلي دي چې دغه کمپنۍ به د سوځېدلي کارخانې قربانیانو ته په اوله مرحله کې ۵ لاکه اورو (یورو) نقدې مرستې ورکوي . چې له دې جملې څخه به هرې کورینۍ سره څه کم دوه زره ډالر مرسته کېږي.

په کراچۍ کې د مزدورانو د اتحادیې پاکستان ایسوسي ایشن آف ټریډ یونین چارواکي ناصر منصور مشال راډیو ته ویلي دي چې له مودې راهیسې د دوی د جرمني هیواد د کیک نومې کمپنۍ له چارواکو سره په دې اړه خبرې روانې وې او اخر د دغې کمپنۍ چارواکو ومنله چې د سوځېدلې کارخانې له کورنیو سره به مرستې کوي . د هغه په خبره د یادې کمپنۍ له خوا اعلان شوې مرستې کمي دي.

په اوله مرحله کې هغوی ۵ لاکه یورو ورکوي او وایي، نورې ۵ لاکه یورو به څه وخت وروسته ورکړي:

((خو زموږ غوښتنه ترې دا ده چې دا مرسته کمه ده ځکه چې کوم خلک په کارخانه کې سوځېدلي دي د هغوی د کور هرڅه تباه شوي دي. په کار ده چې کمپنۍ دغو خلکو ته د ۳۰ کالو معاوضه ورکړي.))

د ناصر منصور په خبره د سوځېدلو پر وخت په یاده کمپنۍ کې د جرمني د کیک کمپنۍ مال جوړېده او دا غوښتنې دوی د نړیوال قانون تر مخې کوي.

هغه زیاته کړه: ((که چېرې کیک کمپنۍ له سوځېدلو مزدورانو سره خپلې مرستې زیاتې نه کړې)) نو دوی به یې ((پر ضد محکمې ته لاړ)) شي.

یاده دې وي د ستمبر د میاشتې په ۱۱ نېټه د کراچۍ ښار په بلدیه ټاون کې د جامو جوړولو په کارخانه کې اور لګېدلې وو چې د چارواکو په وینا ۲۵۸ کسان په کې په وسوځېدل.

حکومت، ځینې ګوندونو او شتمنو خلکو د کارخانې له قربانیانو سره مرستې اعلان کړی دی. خو په کارخانه کې سوځېدلي د یو شمېر کسانو د کورنیو غړي وایي تر اوسه له دوی سره هیڅ مرستې نه دي شوې.

د شهزاد په نوم یو تن وایي، اوښي یې په دغه کارخانه کې ژوند د لاسه ورکړی خو، نه یې تر اوسه د مړي پته لګېدلې او نه ورسره چا ((یوه ټکه مرسته کړې ده.))

د مزدورانو د اتحادیې چارواکی ناصر منصور وایي، د مرکزي حکومت، صوبايي حکومت او د شتمنو خلکو له خوا د اعلان شویو مرستو له جملې ځینو کورنیو ته اووه اووه لاکه روپۍ ورکړل شوې دي خو ځېنې کورنۍ لا هم له مرستو بې برخې پاتې دي.

((د یو شپېته [۶۱] خلکو وارثان ورک دي. او هغوی د ډي اېن اې ټیسټ له پاره نمونې جمع کړې دي. په مرده خانه کې ۲۸ مړي پراته دي. حکومتي چارواکي هم حیران دي چې څه وکړي. دلته د سوځېدلو خلکو کورنیو ته یو خوا د خپلو خپلوانو مړي نه مېلاوېږي او بلې خوا ته هغوی ته هیڅ مرستې نه مېلاوېږي.))

د هغه په خبره، د جرمني هیواد له کیک کمپنۍ څخه ترلاسه کیدونکو مرستو کې به هغو خلکو ته ځانګړې پاملرنه کوي د چا مړي چې تراوسه نه دي میلاو شوي او نه ورسره تراوسه چا مالي مرستې کړي دي.
XS
SM
MD
LG