د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر ډیورنډ کرښه بهرني هېوادونه پرېکړه نه شي کولای"






د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي، د ډیورند دکرښې په اړه د امریکایي دیپلوماتونو څرګندونې به د افغانستان د خلکو او حکومت پر دریځ باندې هیڅ ډول اغیز و نه لري

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي چې نن یې د حکومت د رسنیو په مرکزکې خبرې کولې، د ډیورند کرښې په اړه د امریکایي دیپلوماتانو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل : د ډیورند دکرښې په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې د دې هېواد همیشنی دریځ دی خو د هغوی دا څرګندونې د افغانستان د خلکو او حکومت پر دریځ باندې هیڅ ډول اغیز نه لري.

ایمل فیضي وویل، د ډیورنډ مسله یوه ملي، تاریخي او حقوقي موضوع ده چې حکومتونه او بهرني هېوادونه یې په اړه پریکړه نه شي کولای، بلکې دا د افغانستان خلک دي چې په دې باب به تصمیم نیسي.
همدا راز د ولسمشر ویاند په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ترسره کیدو باندې ټینګار وکړ، ویې ویل د افغانستان دولت هوډمن دی چې انتخابات باید په خپل وخت، شفاف او په عادلانه ډول ترسره شي.

ده، د انتخاباتو د شکایاتو په کمیسیون کې د دوو بهرنیو اتباعو غړیتوب د افغانستان له اساسي قانون او ملي حاکمیت سره په تضاد کې وباله، ویې ویل: انتخابات د افغانستان خپله کورنۍ موضوع ده او افغانستان اوس هغه د لس کاله پخوا افغانستان نه دی، بلکې نننی افغانستان د دې توان او ظرفیت لري چې په خپله انتخابات ترسره کړي.

د ولسمشر ویاند دغه اندیښنې چې ګویا د افغانستان حکومت به په انتخاباتو کې لاس وهنه وکړي، بې ځایه وبللې، ویې ویل افغانستان ډیموکراسۍ ته ژمن او ولسواک هېواد دی، د بیان آزادي، مدني ټولنې، ډله ایزې رسنۍ او ملي شورا لري چې د دوی هریو کولای شي په انتخاباتو څارنه وکړي او په هغو کې کورنۍ او بهرنۍ لاس وهنې بربنډې کړي.

ایمل فیضي همدا راز په دغه خبري ناسته کې په بهرنیو هېوادونوکې د افغان محصلینو لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې د زیاتوالي خبر ورکړ، او زیاته یې کړه: د افغانستان حکومت هغه لس میلیونه ډالره چې پخوایې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان محصلینو د لوړو زده کړو لپاره له ملي بودجې څخه بیل کړي و، پنځلس میلیونو ته لوړ کړل چې له دې وروسته به هرکال پنځلس میلیونه ډالره په بهرنیو هېوادونوکې دافغان ځوانانو د لوړ زده کړو لپاره ځانګړي شي.

XS
SM
MD
LG