د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حج کلني مراسم پیل شول




نن په مکه معظمه کې د اسلام کلني حج مراسم پیل شول چې تمه ده د افغانستان او پاکستان په ګډون به د نړۍ تقریباً شل لکه خلک پکې برخه واخلي.

په مینځني ختیځ کې د شییعه او سني مسلک مسلمانانو تر مینځ د تشدد او کشالو په خاطر د سعودي عرب انتظامییې په دې زور راؤړی چې حج یوه مذهبي فریضه ده او پر مهال یې د سیاسي پارونې نه د ډډه کولو خبرداری ورکړی دی.

د سعودي انتظامییې ویلي د شام حاجیانو هر کلی به کوي د دې باوجود چې د شام جګړې په اړه د سعودي حکومت او ایران تر مینځ کشالې موجودې دي. د سعودي عرب حکومت د شامي یاغیانو او ایران بیا د شامي حکومت ملاتړی دی.

XS
SM
MD
LG