د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرام شاه کې مشکوک ډرون برید درې تنه ووژل




ر پوټونه وایي، له افغانستان سره پولې ته جوخت د شمالي وزیرستان په میرام شاه کې په یو مشکوکه امریکایي ډرون برید کې درې تنه وژلي دي.

امنیتي چارواکي وایي، نن ماسپښین دا حمله د میرامشاه په تپي کلې کې مخې ته راغلې ده، او زیاتوي یو میزایلي حمله د مشکوکو وسلوالو په یو کور، او بله د دغه کور بهر په ولاړ ګاړي شوې ده.

په شمالي وزیرستان امریکايي ډرون بریدونه اکثره تر سره کیږي، په دغه سیمه کې القاعده او طالبان فعاله دي.

په پاکستان کې د ډرون بریدونو په اړه سخته ناخوښي موجوده ده، او د دغه هیواد حکومت یې غیر قانوني او د یاغیانو خلاف د ګټې پر ځای تاوان ګڼي.

XS
SM
MD
LG