د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر لانمجمنه ډیورند کرښه نوې لانجه


Afghanistan/Pakistan -- RFE/RL map, with Pashtun (Pashto) regions identified
Afghanistan/Pakistan -- RFE/RL map, with Pashtun (Pashto) regions identified




د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نړیواله پوله ده. تر دې وړاندې د ډیورنډ کرښې په اړه د امریکا د ځانګړي استازي څرګندونو په افغانستان کې د حکومت او ولسي جرګې د غړو سخت غبرګونونه راپارولی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکټوریا نیولېنډ د خبریالانو یوې پوښتنې ټه په ځواب کې وویل چې،)) پر ډيورنډ لاین مو تګلاره نه ده اوښتې. ګراسمېن پر ځای خبره کړېده او موږ دې ته د نړیوالې پولې په سترګه ګورو.))


له هغه وروسته چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمېن په کابل کې له يوه خصوصي ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، چې واشنګټن د ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله بولي.

د افغانستان لپاره د امريکا سفير جېمز کنينګم تیره ورځ په کندهار کې د مارک ګروسمن د دغه څرګندونو په اړه وویل، چې د امریکا ترڅنک نور هېوادونه هم د ډېورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رسمي سرحد په توګه پېژني:

"دا څه نوې خبره نه ده يوازې امريکا نه بلکې يو شمېر نور هېوادونه هم ډېورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رسمي پولي په توګه پېژني."

د امریکا سفیردغه راز په خپلو خبرو کې په کندهار کې امنيت ښه وباله او زیاته یي کړه، چې په اقتصادي برخه کې هم زیات پرمختګونه شوي.

نوموړي د وسلوالو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرې یوه افغاني پروسه وبلل او زیاته کړه، په دې برخه کې خپله افغانان کولاى شي پرېکړه وکړي، چې له چا سره خبرې وکړي.

د ډیورنډ کرښې په اړه د امریکا د ځانګړي استازي څرګندونو په افغانستان کې د حکومت او ولسي جرګې د غړو سخت غبرګونونه راپارولي.

خو دولسي جرګې یو شمېر غړي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مارک ګروسمن له خوا د ډیورنډ کرښې په اړه خبرې غیري مسوولانه او د افغانستان او امریکا د اړیکو په زیان بولي.

د دې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یوې غړي ارین یون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې د ښاغلي ګروسمن خبري د هغه شخصي نظر دی او نوموړی باید افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

"دا دوی شخصي نظر دی، دوی هېڅ حق نه لري، چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله وکړي. حتی که حکومت یا نورې سیاسي حلقې که غواړي دا موضوع رامخې ته کړي؛ زه فکر کووم، دا دوی صلاحیت نه دی، دا د افغانستان د ولسونو صلاحیت دی.

ګروسمن غواړي په خپلو دا ډول څرګندونو پاکستان خوشحاله کړي او د پاکستان استخباراتي شبکې چې ای. اېس. ای دی هغه خوشحاله کړي.

د ده دا ټول څرګندونې د افغانستان او امریکا په اړیکو منفي اغیز وکړي. "

د تیري یکشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي څخه د یو ټلویزیون پوښتنه وکړه؛ چې ایا د ډیورنډ کرښه په رسمیت پیژني، نوموړي په ځواب کې وویل:

“هو دا یوه نړیواله پوله ده او زه فکر کوم اوس د دې وخت دی، چې د ټولو اړخونو نظر په پام کې ونیسو او وګورو، چې په دې اړه څه نظرونه موجود دي.”

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دوشنبې په ورځ په یوه لنډه انګلیسي خبرپاڼه کې ویلي؛ چې د افغانستان حکومت د دې کرښې د قانوني حیثیت په اړه د هر چا هر ډول څرګندونې ردوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ډیورنډ کرښه افغانستان خلکو ته تاریخي ارزښت لري.

د بهرنیو چارو وزارت په خپلې خبرپاڼه کې د چا نوم او یا هم څرګندونو ته ګوته نه وه نیولې.

په کابل کې د امریکا د سفارت مسوولینو تراوسه په دې اړه څه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن د تیري یکشنبې په ورځ له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ کرښه واشنګټن د یوې نړیوالې پولې په توګه پیژني.

د سیاسي چارو افغان پوهان د ښاغلي ګروسمن پر خبرو شک کوي او په خبره یې چې ممکن د پردې تر شا د ځینو هیوادونو ترمنځ څه روان وي.

وحید مژده په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"داسې معلوميږي، چې د پردې ترشاه ځینې مسایل روان دي. موده مخکې داسې اوازې وې، چې هندوستان، پاکستان او امریکا دافغانستان په اړه په لوړه سطح غونډه کړې ده او پاکستان دې ته زړه ښه کړی، چې په افغانستان کې باید غیر متمرکز نظام راشي، یعنې افغانستان په اتو زونونو وویشل شي او بیا په کابل کې د انګلستان داسې یوه خبره وکړه، چې موږ غواړو، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې مساله د خبرو اترو له لارې حل شي."

د اوسني افغانستان او پاکستان تر منځ تیره شوې د ډیورنډ کرښه د ۱۸۹۳ م کال د هغه مهال د برتانوي حکومت او افغان واکمن امیر عبدالرحمان خان تر منځ د یوه تړون له مخې رامنځ ته شوې.

د راپورونه له مخې دغه کرښه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستونزو او کړکیچ له اساسي عواملو څخه بلل کیږي. ځینې کتوونکې فکر کوي، چې پاکستان ډير کله په پټه یا ښکاره ډول پر افغان دولت فشارونه راوستی او راوړي یې تر څو دغه کرښه په رسمیت وپيژني.

خو کارپوهان او د ولسي جرګې غړي د دې کرښې په اړه هر ډول پرېکړه د حکومتونو له صلاحیته پورته خبره بولي او وايي؛ یوازې لویه جرګه کولای شي، په دارنګه ملي مسایلو تصمیم ونیسي.

XS
SM
MD
LG