د لاسرسي ځای

تازه خبر

میا افتخار حسین د ملالې پوښتنې ته ولاړ



۱۱:۲۰بجې، سه شنبه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۲م کال


د برتانییا د کوین الیزبیت برمنګم روغتون د ملالې په باب په خپل ویبسایټ کې کښلي چې د هغې روغتیا لا هم ښه ده.

د ګل په ورځ (دوشنبه) د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین په کوین الیزبیت روغتون کې د ملالې پوښتنې ته ولاړ او هلته یې د روغتون له مشر ډاکټر ډېو روسر سره ولیدل . او ډاکټر روسر ورته د ملالې د صحت په باب مالومات شریک کړل.

میا افتخار حسین د ۱۵کالنې ملالې لپاره ګلونه او کارډونه وړي خو ډاکټرانو ورته اجازه ورنه کړه چې له هغې سره وویني. د اطلاعاتو وزیر د ډاکټرانو او نرسانو د زړه له کومې مننه وکړه چې د ملالې په ښه توګه روغتیا پالنه کوي. ده وویل چې ملالې ته د نړۍ تر ټولو غوره روغتیايي اسانتیاوې ورکول کېږي او روغتون د هغې د درملنې لپاره خپل ټول تجربه کار ډاکټران ګمارلي دي.

د ملالې کورنۍ لا هم په پاکستان کې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG