د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له پاکستان سره د امریکا اړیکې له ستونزو ډک دي"


د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د ریپلیکن ګوند کاندید میت رامني
د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د ریپلیکن ګوند کاندید میت رامني



د امریکا د ولسمشر باراک اوباما او د ریپلیکن ګوند کاندید میت رامني بېګاه شپه دریمه او وورستۍ تېلیویژني مناظره وکړه او دواړه په دې نظر وو چې د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې به له افغانستانه عسکر وباسي او له پاکستان سره د امریکا اړیکې له ستونزو ډک دي.

ولسمشر باراک اوباما په مناظرې کې هڅه وکړه داسې وښیې چې رامني د امریکا د متحده ایالاتو د اعلی قوماندانۍ لپاره چمتو نه دی او رامني وویل، د اوباما ادارې د امریکا دريځ په نړیوال ډګر کې کمزوری کړی دی. دواړو کاندیدانو وویل چې د اسرائیلو دفاع به کوي او اټومې وسلو ته د ایران د لاس رسي مخه به نیسي.

دا مناظره په داسې وخت کې وشوه چې له نظر پوښتنو څخه برېښې ، دواړه کاندیدان په سلو کې ۴۷ ملاتړي لري.

ولسمشر باراک اوباما وویل، په عراق کې یې جګړه ختمه کړې او خپل پام یې افغانستان ته اړولی او کومو کسانو چې امریکا او نړۍ ته ګواښونه مخامخ کړي وو، هغوی یې له پښو غورځولې دي:

“ موږ په عراق کې جګړه پای ته ورسوله او خپل پام مو هغو کسانو ته واړاوه چې د سپتمبر په ۱۱ مه یې موږ وژلي یو. په دې توګه د القاعده اصلي مشر تابه بیخي ځپل شوې ده. په دې سربېره، موږ انتقال ته چمتو یو چې له افغانستانه په مسول ډول ووځو او افغانان پخپله د خپل امنیت چارې په غاړه واخلي. په دې کار سره موږ دغه راز کولای شو چې د راتلونکو ګواښونو د مقابلې لپاره یو ځل بیا په ټوله نړۍ کې ایتلافونه جوړ او ملګري پیدا کړو.”

ولسمشر باراک اوباما د ایران په اړه وویل، نړیوالوسختو بندیزونو د دې هیواد په اقتصاد باندې اغیز کړی او تر هغو چې زه په واک کې یم ایران به اټومي وسلې تر لاسه نه کړای شي:

“د ایران په اړه، تر هغې چې زه د ولسمشرۍ په څوکۍ ناست اوسم، ایران به اټومې وسلې تر لاسه نه کړای شي. کله چې زه د ولسمشر په څوکۍ کیناستم، دا خبره مې هغه مهال هم څرګنده کړې وه. هغه مهال موږ یو قوي اتحاد جوړ کړ او د ایران په تاریخ کې مو تر ټولو سخت بندیزونه ورباندې ولګول. دې بندیزونو د ایران اقتصاد له پښو غورځولی دی. د ایران اقتصاد شل کاله وړاندي حالت ته چې له عراق سره په جګړې کې ښکیل و، غورځیدلی دی. په دې توګه د ایران اقتصاد په تزلزل کې دی. دا کار مو ددې لپاره کړی چې اټومې ایران زموږ ملې ګتو ته ګواښ دی او د اسرائیلو ملې ګټو ته یو ګواښ دی.”

د ریپبلیکن ګوند کاندید میت رامني د پاکستان او امریکا د اړیکو په اړه وویل چې د دواړو هیوادونو تر منځ ستونزې شته، خو زیاته یې کړه چې د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ باید بیلتون رامنځ ته نه شي او دا ځکه چې د پاکستان ورانیدل به یو ستر خطر وي:

“پاکستان د سیمې، نړ ۍ او امریکا لپاره مهم دی او دا ځکه چې دا هیواد د اټومې سروګلولو لرونکې سل ګولۍ لري او د نورو په تولید هم بیړه کوي. پاکستان به په نږدې راتلونکې کې له بریتانیا څخه هم زیاتې اټومې ګولۍ ولري. پاکستان دغه راز د حقاني شبکه لري او طالبانو ته یې په خپله خاورې کې ځای ورکړی دی. په دې توګه که چیري پاکستان وران شي او په یوه ناکامه دولت بدل شي، دا به افغانستان او امریکا دواړو ته یو ستر خطر وي. له همدې امله موږ باید هیله من اوسو او پاکستان وهڅوو چې د یوه باثباته حکومت په توګه پرمخ لاړشي.”

په واشنګټن کې د نړیوالو ستراتېژیکې څېړنو په انستیتیوټ کې امنیتې څېړنو د پروګرام مرستیاله سټیفنې سانوک وایي، اوباما او رامني دواړو په تلویزونې مناظرې کې د بهرنۍ پالیسۍ پرځای په کورنیو مسلو زیاتې خبرې وکړي:

“زما په آند، دواړو مشرانو ښه فرصت درلود چې د امریکا د مشرتابه لپاره د پراخ لید په اړه خبرې وکړي، خو ما داسي څه ورڅخه وانه وریدل. دواړه مساوي شول. زه فکر کوم چې دواړو کاندیدانو په دې مناظره کې کوم غوڅ بری تر لاسه نه کړای شو”.

په امریکا کې د ولسمشرۍ لپاره به د نومبر په شپږمه انتخابات وشي او دا د دواړو کاندیدانو تر منځ دریمه او وروستۍ تلویزیونې مناظره وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG