د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د افغانستان او پاکستان شریکه ستونزه ده




په پاکستان کې د تعلیم مبارزې ۱۴ کلنې ملالې یوسفزۍ ټپې کیدل ددي سبب شوې چې خلک په پوره قوت له پوځ څخه وغواړې د سختدریځو پر ضد دې عمل وکړي.

که څه هم چې د پاکستان حکومت د دې پېښې په لومړیو کې په شمالې وزیرستان کې د عملیاتو خبرې کولې، خو دا مهال خبره یو څه سړه شوې او په سېمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره برابر شوی فرصت له لاسه ځي.

پاکستانی څيړونکی او لیکوال احمد رشید وایې: په پاکستان کې د ملالې له پیښې وروسته په خلکو کې د راپیدا شوي قوت او انرژي څخه د افغانستان د شخړې د حل او د پاکستان په آرامۍ کې ګټه اخیستل کیداي شي خو دا فرصت له لاسه روان دی.


احمد رشید دې نېشنل ورځپاڼې په مقالې کې لیکلي چې پر ملالې یوسفزۍ او د هغې پر دوو نورو انجونو ملګرو په سوات کې د طالب وسله والو حملې، په پاکستان کې یوه بي سارې فضا رامنځ ته کړه.

ځوان او زوړ پاکستانی په جګ آواز وایې چې په دې هیواد کې د بنسټ پالو او سختدریځو پر ضد باید عملیات وشي. په لومړیو ورځو کې خلکو داسې فکر کاوه چې ډېر ژر ممکن د وسله والو طالبانو پر ضد حمله پیل شی، خو دا مهال د پاکستان حکومت وایې: تر هغې چې د پاکستان ټول سیاسي ګوندونه او پوځ په یوه غږ د عملیاتو ملاتړ ونه کړې، په اړونده سېمو کې به عملیات ونه کړي.

په ۲۰۰۹ کال کې هغه مهال چې د ملا فضل الله کسانو په سوات کې یوه ځوانه انجلۍ په د خلکو په وړاندې په درو ووهله، همدا ډول حالت یې رامنځ ته کړی وو او خلکو د فضل الله د له منځه وړلو غوښتنه کوله. هفه مهال د پاکستان پوځ، سوات ته اتیا زره عسکر واستول او مولانا فضل الله ته یې ماتې ورکړه او نوموړی د افغانستان کنړ ولایت ته وتښتیده.

احمد رشید لیکي، چې دا مهال مولانا فضل الله له کنړه په پاکستان کې د حملو پلانونه جوړوي او وسله وال یې د پاکستان په خاوره کې له حملو وروسته، بیرته افغانستان ته اوړي او په امن کې ژوند کوي.

د احمد رشید په وینا، که چيري افغانستان او پاکستان په خپلو کې نږدې نه شي، پر وزیرستان د پاکستان د پوځې عملیاتو په نتیجه کې به بیا هم یوشمېر پاکستاني طالبان افغانستان ته واوړي او ګواښونه به یې له منځه لاړنه شي. خو که چیري افغانستان او پاکستان سره لاس یو کړي، نو له پاکستانه د وسله والو د تیښتې په صورت کې به افغان او امریکایې ځواکونه هغوی په افغانستان کې له مینځه یو سي او پاکستان به په وسله والو باندي د فشار اچولو له لارې په افغانستان کې سیاسي حل او سولې ته لار هواره کړي.

احمد رشید لیکي: پاکستان باید د طالبانو پر وړاندي دوه مخی سیاست پریږدي. پاکستان یو شمېر طالبان ترهګر بولي خو د نورو ملاتړ کوي. که چیري پاکستان، افغانستان او امریکا په ګډه کار وکړې نو د سیمې سیاسي جغرافیا به بیخي بدله شي.

د احمد رشید په وینا، افغانستان او پاکستان په خپلو کې د دښمنیو او د یوه بل پرضد د طالبانو د ملاتړکولو پر ځای، د خپلو ستونزو د حل لپاره جدي خبرواترو ته اړتیا لري. له دې سره جوخت، تر هغه مخکې چې امریکایې ځواکونه له افغانستانه ووځې، د پاکستان په مرسته باید هڅه وکړې چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې ختمې کړي او باید پرېنږدي چې عسکر یې د ۲۰۱۴ کال تر وروستۍ نیټې پورې د جګړې په ډګر کې وي.

XS
SM
MD
LG