د لاسرسي ځای

تازه خبر

تعلیمي نصاب کې بدلون یو پر امنه ټولنه جوړولای شي





احمدالله مشال راډيو

د خيبر پښتونخوا په سکولونو کې ماشومانو ته ښودونکي تعلیمي نصاب کې د بدلون او امن درس شاملولو په غرض د پاکستان په سرښار اسلام آباد کې د غير سرکاري تنظيمونو ايکشن ايډ پاکستان او پيس ايجوکيشن اينډ ډويلپمنټ فاونډيشن (پيډ) تر سیوري لاندي يو سيمنار وشو چې پکې د يادو ادارو مشرانو او د تعليم شعبې سره تړلې پوهانو ګډون وکړو.

سيمنار ته ویناوالو په خپلو ويناګانو کې وويل چې په موجوده وخت کې په ملک او په خصوصې توګه خيبرپښتونخوا او قبايلې سيمو کې د ترهګریزه پېښو له وجې ولس ډير ځپل شوی دی، نو صوبايي حکومت ته پکار ده چې په نصاب کې مثبت بدلون وکړي او ماشومانو ته له لومړي جماعته د امن، ورورولۍ او يووالي درس ورکړي.

د پيډ اداري مشره ثمينه احمد مشال ريډيو ته وويل،(( موږ د خيبر پښتونخوا حکومت سره کار کوو او زموږ کوښښ دی چې سکولونو او مدرسو کې د ماشومانو او د ځوانانو دا سوچ بدل کړو چې د تشدد علاوه هم داسې طريقې شته چې خپله خبره باهر دنيا ته ورسوي او هغه طريقه د امن طريقه ده نو زموږ دا کوښښ روان دې چې سکول کې په هر سطح باندي موږ يو يا دوه داسې سبقونه شامل کړو چې د هغې له دلارې موږ د امن، ورورولۍ، د نورو د حقونو او د ميني او محبت درس ورکړو.))

د ايکشن ايډ پاکستان د تعليم څانګې مشر هارون کاسی وايي، په ملک کې چې کومه بدامنې ده کوم امتيازې سلوک کيږي نو په نصاب کې د بدلون ورستو ورباندې تر ډيره حده قابو موندل کېدای شي.(( که يو ماشوم ته له ړومبې جماعته د امن او ورورولۍ درس ورکړل شي او هغه د بدامنۍ او ترهګرۍ خبرو نه وساتل شي نو داسې به ممکنه وي چې زمونږ په ملک کې به امن او قلاري راشي او تر څو چې زموږ نصاب نه د تشدد خبري لري نه شي نو تر هغې موږ د امن طرف ته نه شو تللای))

په سيمنار کې موجوده د کرسچن سټډيز مشرې رومانه بشير مشال ريډيو ته وويل چې تعليم د انسان شخصيت جوړوي او چې کله يو ماشوم ته له ړومبي جماعته د نصاب له لاري ښې خبرې وښودل شي هغه ته د امن درس ورکړل شي په ښه او بد کې ورته فرق وښودل شي نو دا شان به نه صرف په ملک کې امن او قلاري وي بلکې هغه ملک هغه معاشره ترقي هم کوي او اروپايي هيوادونه ده دي ژوندي مثالونه دي.

نوموړې زياته کړه چې په پاکستان کې خو د مختلفو مذهبونو سره تعلق لرونکي ژوند کوي نو پکار ده چې زموږ په ملک کې خو نصاب ته ډيره توجه ورکړل شي او چې يو ماشوم ته له اول جماعت نه د نورو مذهبونو په اړه علم ورکړل شي نو دا شان به هغه په راتلونکې کې د دغه مذهبونو احترام کوي.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG