د لاسرسي ځای




رابعه اکرم مشال راډيو

د صحت نړیواله اداره ( ډبلیو ایچ او) وايي، چې سږ کال په پاکستان کې لا هم لس لکه ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي نه دې ورکول شوي.

په دغه هېواد کې د روانې اکتوبر میاشتې له پنځلسمې نېټې نه تر اتلسمې نېټې پورې د ګوزڼ څاڅکو ورکولو کمپین تر سره شولو چې پکې به تقریبا ۳ کروړه څلویښت لکه ماشومانو ته د پولیو د مخنیوی څاڅکې ورکول کیدل.

د صحت نړیواله ادارې د ګوزڼ د مخنیوي کمپاین کوارډینيټر ډاکټر مفتي زبیر مشال راډیو ته وویل چې دا وخت په پاکستان کې تقریبا شپږ څلویښت د ګوزڼ یا پولیو کیسونه دي چې خیبر پښتونخوا کې اتلس او قبایلې سیمو کې اوولس دي.

د ډاکټر مفتي زبیر په وینا چې په قبایلې سیمو کې د خراب امن و امان صورت حال له کبله د صحت نړیوالې ادارې دغه علاقو ته رسایي ونه کړه.

،، کومو علاقو ته چې د ډبلیو ایچ او رسایي ونه شوه، په هغه کې سرفهرست د شمالي او جنوبي وزیرستان علاقې دي.په دې دواړو ایجنسو کې له پنځه کالو نه کم عمره ماشومانو شمیره دوه نیم لکه پوري ده چې تر جولایي نه تراوسه پورې ورته د پولیو څاڅکي نه دي ورکړل شوي. له دې علاوه د خیبر ایجنسۍ نهه فیصده ماشومانو پورې د صحت نړیوالې ادارې رسایي ونه شوه چې د ماشومانو شمیره یې تقریبا ۱۵ نه تر ۲۰ زرو پورې جوړيږي ،،

د خیبر پښتونخوا د پولیو پروګرام د څانګې ډیپټي ډایریکټر ډاکټر جان باز اپریدي مشال راډیو ته وویل چې حکومت د ګوزڼ د مخنیوي لپاره په هنګامي بنیادونو کار کوي خو د تیر کال په نسبت اوس صورتحال بهتره دی ځکه چې تیر کال د پولیو کیسونه ۱۴۴وو.

،، دا خو دویم کال دی چې حکومت په هنګامي بنیادونو کار کوي ، پولیو چې ده هغه ټوله دنیا کې پبلک هیلت ایمرجنسي او پاکستان کې دا نیشنل هیلت ایمرجنسي ګرځول شوې ده. نو د دې مطلب چې پاکستان کې د دې هنګامي صورتحال دی . د دې لپاره چې انتظامات او تیاریانې کیږي هغه په ترجیحی او هنګامي بنيادونو کیږي ،،

نوموړي زیاته کړه چې د دی اوسني تیر شوي د ګوزڼ و څاڅکي کمپاین نه د انکاري کیسونو راپور لا نه دی راغلي خو مخکې د انکاري کیسونو شمیره تقریبا لس زرو نه واخلي تر شل زرو پوري وه.

XS
SM
MD
LG