د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: سږ کال د اختر څاروي ارزانه دي




نيازاحمدخان مشال راډيو

دملک نورو برخو غوندې د سوات له مېنګورې څلور کلوميټره لرې د پيښور په جرنيلي سړک اوډيګرام کې په لوی اختر کې د قربانۍ له پاره د څارومنډۍ لګېږي، چې ورته په سلګونه د قربانۍ څاروي د خرڅلاو له پاره راوړل کيږي.

یو ځایې يو اوسيدنکی عبدالجميل وایي، چې په دې سيمه کې هرکال دا منډۍ لګېږي وجه یې داده چې د مينګورې له بلديیې (ښارولۍ) نه باهر ده او ټيکس پکې نشته .

دڅارويو یو سوداګر ذولفقاروايي، (( له مودې راهیسې دڅارویو خرڅولو کاروبار کوم، دا وخت د څارویو نرخونه د تيرکال په نسبت کم شوي دي، اوکوم څاروي چې تيرکال په شپېته یا اويازره روپۍ خرڅېدل اوس په پنځوس زره خرڅېږي او وجه یې شايد افغانستان ته دڅارو په ليږلو بنديز دی.))

يو اخیستونکی محمد انور وايي، چې په پينځه څلويښت زره روپۍ یې یو څاروی واخیست او وايي، چې سږ کال د څارویو نرخ لږ کم دی خو عام خلک یې اوس هم د اخیستو توان نه لري.


دسوات ضلعې انتظاميیه وايي، چې ملاکنډډيوژن کې ديوې ضلعې نه بلې ضلعې ته دڅارو په وړلو اوخرڅولو بنديز لګيدلی دی چې مقصد یې دقرباني لپاره د څارویو نرخونه برقرارساتل دي.

XS
SM
MD
LG