د لاسرسي ځای

تازه خبر

سکاروی (نمونیا) په نړۍ کې هر کال ۱۳ لکه کسان وژني




رابعه اکرم مشال راډيو

د صحت نړيواله اداره يا ډبليو ايچ او مطابق چې په پاکستان کې هر کال د سکاروي (نمونيا) د ناروغۍ له وجې تقريبا اتيا زره ماشومان او په نړۍ کې ديارلس لکه د پنځه کالو کم عمره ماشومان د مرګ ښکار شي.

د دي ناروغۍ د مخ نيوي لپاره د پاکستان حکومت يو نوي ويکسين معارفي کړو چې ورته نميوکوکل کونجګيټ ويکسين ويل کېږي.

په اسلام اباد کې قامي اي پي ايې پروګرام منيجر ډاکټر ذاهد لارک مشال راډيو ته وويل چې پاکستان د جنوبي ايشيا هغه وړومبۍ ملک دی چرته چې دا ويکسين په وړومبي ځل معارفي کړل شول او دا ويکسين به د پاکستان يو شمير ماشومان د مرګه بچ کوي.

،، ګلوبل الاينس فار ويکسين اميونايزيشن يا ګاوي پاکستان ته د شپږ سوه اتيا ملينه ډالرو ويکسين ورکړيدي او پدي کې پنځه فيصده شيرز د پاکستان حکومت دي. زموږ قامي اميونايزيشن ټيکنيکل ايډوايزري ګروپ پاکستان کې د نمونيا ويکسين په 2008 کال کې سفارش کړې وو، هغوي پدي ويکسين تحقيق هم کړې وو او وويل چې دا پاکستان له ضروري دې نو حکومت په هغي کار وکړو او وس دا موږ پاکستان کې شروع کړل ،،

پاکستان کې د صحت نړيوالې ادارې يا ډبليو ايچ او د اي پي ايې د څانګي مشر ډاکټر قمرالحسن مشال راډيو ته وويل چې په دې باب د ډبليو ايچ او مرستي د پاکستان حکومت سره دي او دا ويکسين د سکاروي یا نمونیيا د خاتمي لپاره ښه کار کولای شي.

،، دا د نمونيا ويکسين به تقريبا هغه پنځويشت زرو پوري ماشومان له مرګه بچ کوي چې د نمونيا له وجې د مرګ خولې ته ځې او دا به هغه شپاړس سوه ماشومان هم له مرګه ساتي چاته چې د مازغو پاړسوب يا د ګردن توړ بخار وي. نو دا ويکسين به داسي هر کال اويشت زره ماشومان د مرګه بچ کوي ،،

نوموړي زياته کړه چې د دې ويکسين نرخ ګران دې او دا د پاکستان حکومت لخوا وړيا لګول کيږي نو خلک دي د خپلو ماشومانو لپاره له دې ګټه ترلاسه کړي ،،

XS
SM
MD
LG