د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما او رومني دې پاکستان ته پام واوړوي


د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د هغه انتخابي سیال میت رومني
د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د هغه انتخابي سیال میت رومني



په دي ډېلي بیسټ ورځپاڼه کې د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکي بروس ریډل یوه مقاله خپره شوې ده. په دې لیکنه کې راغلي چې د امریکا راتلونکي ولسمشر له پاره به د بهرنیو چارو تګلارې په لړ کې تر ټولو سخته مسله د پاکستان وي. ریډل په خپله لیکنه کې پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناکه هیواد په نوم یاد کړی دی. په لیکنه کې راغلي چې د پاکستان د ساتلو له پاره جګړه روانه ده او باید اوباما او رومني دواړه په خپل نننۍ بحث (۲۲اکتوبر) کې په دې اړه خبرې وکړي.


په دي ډېلي بیسټ ورځپاڼه کې د بروس ریډل خپره شوې لیکنه د ملالې یوسفزۍ له کیسې پیلېږي. په دې لیکنه کې راغلي چې ۱۴ کالنه ملاله پاکستانیو طالبانو په سر وویشته ځکه چې دې غوښتل تعلیم تر لاسه کړي.

ریډیل لیکي، د ملالې مثال د پاکستان کیسه روښانوي. دا هیواد د سختدریځو او ترقي خوښو تر منځ د جګړې میدان دی. دا سختدریځه کسان اکثر له القاعدې سره هم تړلي وي. پاکستان د نړۍ شپږم لوی هیواد دی. د دې هیواد اټومي وسلې په نړۍ کې په تېزۍ سره پراخېږي. او دا د القاعده ډلې د مشرتابه اوسنی کور دی. دا د نړۍ د جهاد مرکز دی. د سېپټېمبر د یولسمې له پېښو تر د ممبۍ حملو، القاعده او د دې ډلې ملګرو لکه لشکر طیبه دا ټول پلانونه د کراچۍ، لاهور او اېبټ اباد په څېر ښارونو کې جوړ کړي دي.

په مقاله کې راغلي، د سېپټېمبر د یولسمې تر پېښو وروسته امریکا پاکستان ته ۲۵ اربه امریکايي ډالره ورکړي دي. دې هیواد ته امریکا ډېره پوځي مرسته ورکړې ده.

بروس ریډل لیکي، بل لوري ته پاکستان او امریکا په افغانستان کې مخالفان دي. ملګري ملتونه، امریکا، ناټو، او له ۴۰ هیوادونو ورغلي سرتېري په افغانستان کې د حامد کرزي د ټاکل شوي او قانوني حکومت ملاتړ کوي. پاکستان ظاهراً له کرزي سره خوږ دی خو د هغه له دښمن یانې افغان طالبانو سره مهمه مرسته کوي. د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی په کوټه، کراچۍ او وزیرستان کې د طالبانو مشرتابه ته پنا ورکړې ده.

په مقاله کې راغلي، که څه هم پاکستاني پارلېمان او د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې ده چې امریکا دې د دې هیواد پر خاوره د بې پیلوټه الوتکو حملې نه کوي، خو امریکا د القاعده او د دې ملګرو پر ضد په دې جګړه کې ښکېله ده.

په مقاله کې راغلي، تر اوسه دا پوښتنه موجوده ده چې څنګه اسامه بن لادن په پاکستان کې په لوی کور کې ارام اوسېده؟ او همدا د واشنګټن او اسلام اباد د اړیکو د سوړوالي لامل هم شو.

بروس ریډل لیکي، اوس چې ناټو خپل جګړه ییز واک د ۲۰۱۴ز کال تر پایه افغانستان ته ورکوي نو دا به د امریکا و پاکستان په اړیکو کې تر ټولو لویه ننګونه وي. اوباما او رومني دواړه رضا دي چې تر ۲۰۱۴ز کاله به خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.

ریډل لیکي، خو د نن شپې په بحث کې باید اوباما او رومني دواړه چې د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان دي د دې خبرې ځواب ورکړي چې له افغانستانه د خپلو سرتېرو هیواد ته تر وربللو وروسته به په پاکستان کې پر ترهګرو څنګه فشار راوړي؟

دی زیاتوي، ایا دوی به ځینې سرتېري د بې پیلوټه الوتکو له لارې د امنیت ساتلو له پاره هلته پرېږدي؟ دواړه به پاکستانیان څنګه پوهوي چې بې پیلوټه الوتکې د دوی دښمنې نه دي. او دا چې اوباما او رومني دې ځواب ورکړي چې د ترهګرۍ پر ضد به څنګه جنګېږي او د ملالې یوسفزۍ په څېر د نجونو مرسته به څنګه کوي؟

XS
SM
MD
LG