د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د طالبانو ضد د ممکنه عملیاتو تیاری روان دی




خالد خان مشال راډيو

د خیبر پښتونخوا حکومت د پیښور ښار او کلیوالو سیمو د امنیت له پاره د پیښور پولیس او ملیشیا ځواکونه ګڼ سرتېري ځای پر ځای کړي دي چې له قبایلي او نیم قبایلي سیمو د وسله والو هغه لارې بندې کړي چې په پېښور او نورو سیمو کې بریدونه کوي.

د پېښور پولیس یو لوړپوړي چارواکي وویل چې د امنیتي ځواکونو د ګمارلو موخه د وسله والو طالبانو پر ضد د ممکنه عملیاتو تیارۍ دی او هغې لارې ګودرې بندول دي چې وسله وال ترې راتېریږي.

له مشال راډيو سره د نوم نه ښودلو په شرط دغه لوړ پوړي پولیس افسر وویل، چې له پېښور او نوښار ضلعو سره د متنو او ایف آر پېښور سره جوختو پولو باندې د ګڼو سرتېرو د ګمارلو موخه دا ده چې د وسله والو پر وړاندې تر ممکنه عملیاتو مخکې دغه لارې د هغوی پر مخ وتړي.

د خیبر پښتونخوا مشر(سینیېر) وزیر بشر احمد بلور وايي، چې د پېښور کلیوالو سیمو کې د عملیاتو په باب هغه خبر نه دی خو صوبايي حکومت د صوبې نورو ښارونو کې د لوی اختر پر مهال د امنیت لپاره سخت ګامونه پورته کوي:

(( زه کره مالومات نه لرم خو په کار ده چې عملیات وشي، ولې چې زموږ پر ښار ډېر زیات دباو دی، او زموږ امنیتي سرتېري خو په قبایلي سیمو کې عملیات نه شي کولای. چیرته چیرته چې طالبان زیاتېږي، هلته به خامخا ګام اخلو، اپرېشن به هم کېږي، خپل پوره کوښښ به کوو دا زموږ له خلکو سره چې دا کوم زیاتی کېږي د هاغې مخه ونیسو.))

یوه اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د پېښور په کلیواله سیمه متنو کې د امنیتي ځواکونو پر غازي آباد چېک پوسټ برید وکړ چې په کې یې د اېس پي خورشید خان په ګډون شپږ پولیس سرتیري وژلي ول او په تېښته بریالي شوي ول. د دغه بریدونو په اړه د پښتونخوا د پولیس مشر ملک نوید وايي، د پولیس حوصله او همت اوچتولو لپاره د وسله والو طالبانو خلاف یو سخت اپرېشن په کار دی:

(( لومړۍ په کار ده چې امنیتي لښکرې پیاوړي کړل شي او که دا نه کېږي نو بیا باید وسله وال دومره وډزوۍ او ووهۍ چې بیا د چا دا جرات نه وي چې پر پولیس حمله وکړي. ولې چې دا خو یوازې د متنو پولیس نه دی، که د بډه بېرې او متنو پر پولیس برید کېږي نو له دې څخه د ټولې صوبې پولیس متاثره کېږي. نو دوی به وايي د پېښور پولیس چې دومره زیات په وسلو سمبال دی او پر هغوی بریدونه کېږي نو سبا ته خو پر دوی هم دا ورځ راتلای شي.))

د وسله والو په باب عمومي تاثر دا دی چې دوی له قبایلي او نیمه قبایلي سیمو نه د پېښور په کلیوالو سیمو کې پر پولیس بریدونه کوي او بیا په اسانۍ سره بیرته په قبایلي سیمو کې خپلو خوندي ځایونو ته وتښتي. د پاکستان د پوځ پخوانی بریګیډییېر محمود شاه وايي، په کار ده چې په خیبر اېجنسۍ او دره آدم خېل کې پراته امنیتي ځواکونه د دغه وسله والو لارې بندې کړې او د دوی خلاف کوټلي ګامونه پورته کړي.

(( له متنو شا ته چې کومه قبایلي علاقه ده، دا ډېره محدوده او سپا کول یې هم ډېره اسانه دي، اصلي مسله د دې شا ته د خیبر اېجنسۍ باړه لګېدلې ده، او د هغې شا ته تیرا ده، په دې ټولو کې چې کوم ترهګر دي هغوی په ډېر اسانه راتلای شي، نو زما په خلاف که دا اوس عملیات کېږي، زیات اثرات به یې نه وي، ځکه ترهګر باید هلته د هغوی په مرکزونو کې باید ووهل شي.))

د یادلو وړ ده چې وسله والو طالبانو د پېښور کلیوالو سیمو لپاره د پولیس مشران اېس پي کالام خان او اېس پي خورشید خان له وژلو سره سره د بم ناکاره کولو ډلې یو افسر سب انسپېکټر حکم خان او د ډي اېس پي عبدالرشید د وژلو پړه هم په سر اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG