د لاسرسي ځای

ملاله او شربت ګله: د پښتنو د هیلو څلي


ملاله یوسفزۍ او شربت ګله

ملاله یوسفزۍ او شربت ګله




په امريکايی مجله نيشنل جيو ګرافیک کې ليکوال سليم علي په خپله یوه مقاله کې ليکي، که څه هم په پاکستان کې روانې مبهمه چارې د پخوا په شان څرګندې نه دي په ملاله يوسفزۍ د بريد غمیزي يو واري بيا پاکستان د رسنيو په پاڼو رابرسېره کړی دی.

ليکوال ليکي چې د ملالې يوسفزۍ پړونۍ پر سر تصوير نړۍ ته د يوې بلې پښتني نجلۍ چی هم ددغه جنګ ځپلې سيمی سره يې تعلق دی څهره ورپه ياده کړه. او هغه وه شربت ګله.

دغه سور پړوني په سر نجلۍ چې د ملالې له ټاټوبي هغه وخت سل میله لري په پېښور کې د افغان کډوالو په يو کیمپ کې اوسيدله او هم د پښتانه قام لپاره د اميد يوه ډیوه ګرځېدلې وه.

ددغو دواړو جينکو ژوند او هڅې دواړه حقيقت دي او بايد د دغو حقيقوتونو اهميت کم نه کړل شي. بلکې موږ ته پکار ده چې د دغو حقيقتونو په رڼا کې د دا ډول نجونو د ښه راتلونکې لپاره هڅې توندې کړو.


ليکوال سليم علي وايي، چې نن سبا په افغانستان او پاکستان کی د ګڼشمیر ستونزو پر شا هم د هغې دورې لاس وو کله چې د ساړه جنګ وروستۍ سلګۍ وې. که څه هم د امريکا او روس تر مینځ جګړه ختمه شوه خو په سيمه کې یې سختدریځۍ ته وده ورکړه، او دا دی څو لسيزې یې تيرې شوې خو دغه سیمه اوس هم د سختدریځو او مذهبي جنګ سالارانو په ولکه کې ده.

ليکوال سليم علي ليکی چی شربت ګله په ۱۹۹۲م کال کې خپل هيواد ته ستنه شوه، او هلته یې خانه جنګي او د طالبانو دوره هم وليدله، تر اوسه ژوندۍ ده او له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. د شربت ګلې بې نومه او خاموشه تصوير هغه وخت نړۍ لړځولې وه او نن د ملالې خبرو د نړۍ پام ځان ته ګرځولی دی. ليکوال ليکي چې نړۍ بايد په دې پوهه شي چی دغه دواړه پښتنې نجونې د جنګي حالاتو ښکار دي.

ليکوال سليم علي زياتوي چې ما ولې دغه دواړه پښتني نجونې له يو بل سره په يو ځای ودورلې، هغه ځکه چې دغه دواړو په سیاسي چاپیریال کې بدلون راوستی چې د ده په خبره یو څرک یې په پاکستان کې لیدل کېږي.

ددغو دواړو جينکو ژوند او هڅې دواړه حقيقت دي او بايد د دغو حقيقوتونو اهميت کم نه کړل شي. بلکې موږ ته پکار ده چې د دغو حقيقتونو په رڼا کې د دا ډول نجونو د ښه راتلونکې لپاره هڅې توندې کړو.

او هغه خلک چې تعليميافته دي بايد د هغو خلکو لپاره کار وکړي چې تعليم حاصلول غواړي. او ملالې يوسفزۍ ته هم پکار دی چې خپل شهرت د شربت ګلې غو ندي نجونو د ژوند ښه کولو لپاره وکاروي، ځکه چې د شربت ګلي غوندي نجونه دا مهال د د دودونو یا رواياتو د غلامی ښکار دي.

ليکوال سليم علي د خپلي مقالي په پای کې ليکی چې بايد موږ د ښار تعليميافته ملاله يوسفزۍ او دهغې هڅې هيرې نه کړو خو موږ ته پکار ده چې کليواله شربت ګله هم یاده وساتو، ځکه چی د دغو دواړو پښتونو نجونو جسماني او نظرياتي هڅی موږ ته يو هيله راکوي چې یو واري بيا به د دغه ښکلي وطن په آسمان توره تياره په سپین سبا بدله شي.

XS
SM
MD
LG