د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعده مشر اسامه له ویرې انګړ ته نه وتلو


د القاعده مشر اسامه بن لادن
د القاعده مشر اسامه بن لادن




برتانوۍ ورځپاڼه ( ټیلي ګراف ) په خپل یو رپورټ کې لیکي، دالقاعده تنظیم مشر اسامه بن لادن د نخښه کیدو نه څو اونۍ وړاندې د خپل کمپاونډ نه د ویرې له امله پښې د باندې نه ویستلې ، تر دې چې د خپل استوګنځي انګړ ته به هم نه وتلو.

ورځپاڼه لیکي یو خپلواکه کمیشن چې د حقایقو د راغونډولو لپاره ټاکل شوی په تیر یو نیم کال کې د پاکستان د پوځي افسرانو او د اسامه بن لادن د میرمنو نه په دې اړه پوښتنې کړي دي.

ټیلي ګراف ته د پاکستان یو لوړ پوړي چارواکي ویلي بل هیچا ته دا خبره نه وه معلومه چې د نړۍ تر ټولو مطلوب کس په دې ښار کې پنا اخیستې ده. د ورځپاڼې په باور له دې ښکاري چې دپاکستان حکومت او استخباراتي ادارې په دې معامله کې ښکیلې وې.

ورځپاڼه لیکي ، د اسامه بن لادن په کمپاونډ کې د ننه د هغه دوه خدمتګاران له خپلو کورنیو سره اوسیدل، یو ورځ د یوې کورنۍ یوه ماشومه هغه مخصوصې سیمې ته ورپورته شوه چې ددوی لپاره ممنوعه ګرځول شوې وه او هغې هلته دالقاعده مشر اسامه بن لادن ولیدلو.

د پاکستاني سرچینو په حواله دغې جینۍ هغه مهال اسامه بن لادن نه پیژندلو خو څو ورځې پس چې يې په ټیلي ویژن تصویر وکتلو نو ویې پيژندلو.

له دې وروسته په کمپاونډ کې دننه د اسامه بن لادن په مشرۍ کې یو امنیتي کانفرانس وشو او په پایله کې یې اسامه بن لادن ځان نور هم محدود کړو او د کمپاونډ په انګړ کې یې د معمول د تمرین نه هم لاس په سر شو.

بیا هغه د تیر کال په مئ میاشت د امریکايي کمانډویانو له خوا ، ووژل شو او هغه مهال یې عمر څلور پنځوس کاله و.

ټیلي ګراف لیکي په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن استوګنځای د پاکستان د مرکز اسلام اباد نه د دیرش میلو په واټن کې دی او دا د پاکستان د مشرانو لپاره یو لوی شرم وو.

وروستي راپورونه خو وايي اسامه بن لادن ، د همداسې پټ اوسیدو پرمهال د څلورو نورو اولادونو پلار شوی هم و. په امریکا کې کره کتونکي پاکستان ته ګوته نیسي چې دالقاعده د مشر په اړه تر دې زیات معلومات لري چې دوی یې ښکاره کوي.

ورځپاڼې د امریکا په جارج ټاون پوهنتون کې د پاکستان د چارو د یوې کارپوه ( کریسټین فیېیر ) نظر هم اخیستی چې وايي، که د پاکستان د استخباراتي ادارې اوس مهالي مشران په پاکستان کې د اسامه د موجودګۍ نه خبر نه و نو ډیره ممکنه ده چې د پوځ او استخباراتو پخواني مشران به یې هرومرو خبر وو.

XS
SM
MD
LG