د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګراسمین: دپاکستان سره د اړیکو دښه کولو لارې لټوو


مارک ګراس مین
مارک ګراس مین

ریاض موسا خیل
ـــــــــــــــــــــــــــــــ


د افغانستان او پاکستان د پاره د امرېکا ځانګړي استازي،مارک ګراسمېن چې دا وخت د پاکستان په دوره دی وایي، د دورې موخه یې د دواړو ملکونو ترمنځه خپل منځي تعلقات ښه کول او دمرستو لپاره لارې چارې لټول دي، چې ورسره د دواړو ملکونو شريکې ګټې ترلاسه شي او د ترهګرۍ خلاف جنګ او افغانستان کې د امن ، قلارۍ اوثبات په لړ کې پاکستاني لوړ پوړو سره وويني.


مشال رېډيو سره خبرو کې د امريکايي سفارتخانې مرستیال وياند مټ بولېنډ وويل چې دا دوره د معمول برخه ده او امريکا داسې هېڅ اراده نه لري چې په پاکستان شمالي وزيرستان کې د پوځي کاروایۍ لپاره فشار راولي، بلکه دا فيصله به پاکستان کوي چې هلته څه قسمه عمليات کول غواړي او که نه ؟

مارک ګراسمېن د خالي په ورځ اسلام اباد ته رسيدو وروسته د پاکستان خارجه وزيرې حنا رباني کر سره ملاقات وکړو.

دخارجه دفتر نه جاري شوې خبرپاڼې ترمخه دغه ملاقات کې د سيمې او افغانستان په تازه صورتحال ، تیرو ورځو کې د پاکستاني او امريکایي لوړ پوړو ترمنځه شوي ملاقاتونو او دې کې په شوي وړانديز خبرې وشوې.

د دې وروسته، مارک ګراسمېن د پاکستاني پوځ د سرلښکر اشفاق پرويز کياني سره ملاقات وکړو. د پوځي سرچينو په وېنا د دواړو ترمنځه د ترهګرۍ خلاف جنګ ، استخباراتي معلوماتو په شريکولو ، د پاکستان افغانستان پولو په صورتحال او په سيمه یيز امن خبرې اترې اوشوې.

د مارک ګراسمېن پاکستان ته د سفر په اړه مشال ريډيو د سيمه ايزو چارو د کارپوهې او خبريالې ماريانه بابر نه تپوس وکړو او دا هم چې د دې سفر موخه څه کېداې شي نو هغې وويل داسمه ده، چې امريکا به په پاکستان د شمالي وزيرستان پوځي عملياتو دپاره دباو نه اچوي خو بيا به هم د سيمه یيز امن او خصوصاً افغانستان کې د قلارۍ لپاره پاکستان د شمالي وزيرستان د خطرې نه خبروي او کولای شي چې پاکستان سره دغه لړ کې معلومات او نور استخبارات شريک کړي.

نوموړې زياته کړه چې د ترهګرۍ خلاف جنګ او افغان معاملاتو کې د پاکستان د کردار او اهميت نه امريکه په ښه شان خبر ده او ځکه هم امريکه غواړي چې ټول معاملات په ښه شان سرته ورسوي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې ،دمارک ګراسمین د اسفر په یجنډا کې د پاکستان د وزیر اعظم او صدر سره لیدل هم شامل دي ، خو د امریکې سفارت په دې اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG