د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګراس مین : عملیات کول د پاکستان کورنۍ مسئله ده



د افغانستان و پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګراسمین ویلي، اسلام اباد ته د شمالي وزیرستان عملیاتو په اړه پر حکومت فشار اچولو له پاره نه دی ورغلی.

تېره ورځ، د پاکستان له دولتي ټيلي ویژن سره د مرکې پر وخت ګراسمین وویل، په شمالي وزیرستان کې د موجودو وسله والو پر ضد د عملیاتو پرېکړه به د دې هیواد حکومت په خپله کوي. ده وویل، دا د پاکستان کورنۍ مسله ده.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو حملو پر موضوع ګراسمین پاکستانیو چارواکو ته په سپینه ویلي چې په دې اړه ورسره خبرې نه کوي. د بې پیلوټه الوتکو حملې د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ د اړیکو د سوړوالي یو لامل دی.

ځانګړی استازی مارک ګراسمین پرون اسلام اباد ته رسېدلی او هلته یې د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کر او د پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني سره لیدلي دي. ټاکل شوې نوموړی به نن د پاکستان له ولسمشر او وزیر اعظم سره ګوري.

XS
SM
MD
LG