د لاسرسي ځای

'طالبانو نظریه د پاکستان پوځ پالیسیو له وجې غوړېدلې'


ژباړه: بشیر ګواښ
لیکوال: نجم سېټي
سرچینه: فرایډې ټایمز

په فرايډي ټايمز مجلې کې نجم سېټي ليکي چې د پاکستاني طالبانو په اړه د عمران خان پاليسيوو د پاکستانيانو فکر سره ويشلی دی.


ليکوال وايي د عمران خان د خبرو برعکس اصلي خبره دا ده چې طالبان افغانستان کې د امريکې د مداخلې له وجې نه دې پيدا شوي بلکې طالبان په ۱۹۹۰ مو کلونو کې د افغانستان د هغه داخلي جګړو له وجې رامنځته شول چې پاکستان په کې لوی لاس درلود.

نجم سيټي ليکلي چې طالبانو د القاعده د ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن ته د پنا ورکولو له وجې امريکا پر افغانستان د بريد له پاره راوپاروله او هغوی هم په خپل سر مداخله ونه کړه بلکې ناټو او آیساف د اقوام متحده د قراردادونو وروسته افغانستان ته ننوتل.

په مقاله کې راغلي چې دا خبره غلطه ده چې د طالبانو حملې د امريکايي ډرون بريدونو له وجې دي او دا هم غلطه ده چې په ډرون بريدونو کې ډير وژل کيدونکي خلک عام ولس وي.

نجم سيټي ليکلي چې دا خبره بې ځايه ده چې که ډرون بريدونه ودرېږي نو طالبان به هم حملې نه کوي. هغه وايي چې طالبان په ۱۹۹۵ کې راپيدا شوي او ډرن بريدونه په ۲۰۰۴ کال کې.

يانې په پاکستان کې له لومړي ډرون بريد څخه نهه کاله وړاندې لا طالبان فعاله وو.

ليکوال وايي حقيقت دا دی چې پاکستاني پوځ امريکا ته د ډرون بريدونو اجازه ورکړي او د دوی يو وياند ميجر جنرل غيور په ۲۰۱۱ کال کې ويلي وو چې په ډرون بريدونو کې ډير وسله وال وژل کيږي.

ليکوال زياتوي رښتيا خبره دا ده چې پاکستان سره دا غم نشته چې امريکا ډرونن غلط کاروي بلکې غم ورسره دا ده چې پاکستاني پوځ ته دې د ډرون د استعمالولو واک ورکړل شي.

فرايډي ټايمز ليکلي د عمران خان دا خبره هم غلطه ده چې د پاکستاني طالبانو سره دې خبرې وشوي ځکه چې د هغوی سره پاکستان د سولې څلور لوی او نهه نور تړونونه وکړل خو دا ټول هغوی مات کړل او پاکستان يې له تير وخته نور کمزوری کړ.

نجم سيټي په خپله مقاله کې ليکي چې طالبان سخت دريځه نظريه ده چې په تېرو ديرشو کلونو کې د پاکستاني پوځ د پاليسيوو له وجې غوړيدلي او پر مخ تللي دي.

د ليکوال په وينا، که پاکستان بچ کول غواړي نو پوځ بايد د تيرو کلونو څخه بيلې او متضادې پاليسۍ خپلې کړي.
XS
SM
MD
LG