د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصغر خان کېس: شفافې پلټنې به کېږي: پروېز اشرف


د پاکستان وزيراعظم راجا پرويز اشرف ويلي د اصغر خان مقدمه کې د سپريم کورټ پر حکم به شفاف او غير جانبدارانه پلټني کيږي او ذمه وار کسان به انصاف ته مخامخ کړي.

نوموړي په اسلام اباد کې يو خبري کانفرس کې وويل چي د قام پيسي به د هغو ټولو کسانو نه بيرته واخلي چي په ۱۹۹۰ کال کې د ټاکنو درغلۍ له پاره يې اخیستي وې.

د پاکستان سپريم کورټ د تير جمعي په ورځ د اصغر خان په مقدمه کې په خپل لنډه فيصله کې ويلي وو د ۱۹۹۰م کال ټاکنو کې درغلي شوي وه او پيپلز ګوند د ګټلو مخه نيولو لپاره سياستدانانو ته د هغه وخت د پوځ مشر جنرل اسلم بيګ او د استخباراتي اداري ايي ايس ايي پخوانۍ مشر اسد دراني پيسي ورکړي وي. سپريم کورټ د دغو کسانو پرضد د کاروايي کولو هدايت جاری کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG