د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې بېګا ټوله شپه ډزې وې


په شمالی وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو او د يو وسلوال ترمنيځ تر نښتي وروسته بيګا ټوله شپه په سيمه د درونو وسلو ډزي رواني وی.

د مشال راډيو خبريال له مخه له ميرانشاه سره نزدي کالوني چيک پوسټ باندي ولاړ امنيتي عسکرو باندي يو وسلوال ډزی کړي وی چي پکي يو سر تيري وژل شوی وو. په ځوابي بريد کې بريدکونکي وژل شوی دی. د هغه وروسته امنيتي ځواکونو کرفيو ولګوله او د رپورټونو ترمخي بيګا ټوله شپه له ميرانشاه سره په خوا شا سيمو باندي امنيتي عسکرو د درني وسلو بمبار کړی دي. په بمبار کې د شپږ کسانو چي ماشومان او ښځي پکي شاملي دی، د ژوبل کيدو رپورټونه هم ترلاسه شوی، خو په سرکاری توګه د دي تصديق نه دی شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG